ليکنه: سميع الله درانی
جوفرا ارچر چې سټیف سمېت یې په بانسر توپ په څټ کې ویشتی و، اوس د سمېت حالت په بشپړ ډول درست نه دی.
د کرېک اېنفو وېب پاڼې ویلي، چې ښایي د جوفرا ارچر بونسر توپ د سمېت لپاره د مړ شوي اسټرالیایي توپ وهونکي فېل هیوز یوه خاطره شي.
د کرکټ په کور د انګلستان په لارډ لوبغالي کې د اووه اویایم اوور په یو توپ جوفرا ارچر د اسټرالیا توپ وهونکی سمېت په پیچ کې ویشت او راچپه یې کړ.
د اګسټ په ۲۶ مه نېټه د دوهمې ټېسټ لوبې پرمهال دا پېښه رامنځته شوې وه.
له دې لوبې وروسته سمېت ته ډاکټرانو وویل چې خپل ایکسری معاینات وکړي او له دریمې ټېسټ لوبې هم کینول شوی و.
لا هم سمېت پوره نه دی روغ او ښایي د سپټمبر په ۴ مه نېټه څلورمه ټېسټ لوبه کې هم د ناسمې روغتیا له امله وانخېستل شي.
سمېت په نېټ یا جال کې هڅه وکړه، چې تمرینات وکړي؛ خو لا هم لس ورځې وخت ورکړل شوی، چې دمه وکړي.
که روغتیا یې ډاډمنه شي نو بېرته به لوبو ته راستون شي او که روغتیا یې همداسې نازکه وي؛ نو ښایي له لوبو د اوږده وخت لپاره کېنول شي.
د فېلېپ هیوز مړینه
۲۰۱۴ م کال کې په یوه لوبه کې چې د نیو ساوت ویلز او اسټرالیا کلبونو ترمنځ روانه وه، فلېپ هیوز د شين اباټ په یو توپ د نومبر په ۲۷ مه نېټه ولګې؛ لوبغالي کې پرې سر وګرځېد او راولوېد.
فېلېپ هیوز دوه ورځې په روغتون کې و او له هغې وروسته ومړ.
د هغه جنازه د ۲۰۱۴ م کال د ډېسمبر په دریمه نېټه په سېډني ښارکې وشوه، د نوموړي جنازې ته لسګونه کرکټ لوبغاړي او د کرکټ مینوال د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه ورغلي وو، هغه په ۶۳ منډو ناټ اوټ ولاړ و، چې څټ کې په بانسر توپ ولګېد او روغتون ته یوړل شو، چې بیا ومړ.
د کرکټ په نړۍ کې دغه لوبغاړي په توپ له لګېدو وروسته مړه شوي دي
۱۶۲۴ م کال کې جسپر وېنال انګلستانی، ۱۸۷۰ م کال کې جورج سمر، دی هم د انګلستان و، ۱۸۸۳ کې انګلستانی فریدرېک رنډن، انګلستانی انډي ډوکټ په ۱۹۴۲ م کال کې، پاکستان عبدالعزیز کراچۍ ښارکې په ۱۹۵۹ م کال کې، ۱۹۷۸ کې انګلستانی مایکل اېنسورت، ۱۹۸۹ کې انګلستانی وېلف سلک، ایئن فولي انګلستانی ۱۹۹۳ م کې، ۱۹۹۸ م کال کې هندی رامان لمبا، ۲۰۰۶ م کال کې پاکستانی وسیم راجا، افریقایي ډېرین رېنډال ۲۰۱۳ م کال کې، فېلېپ هیوز اسټرالیایي ۲۰۱۴ م کال کې او رېمونډ وان سکُور نمېبایي لوبغاړی وژل شوي دي.