هر بدلون جدي تصمیم ته اړتیا لري، موږ چې تر ډيره په خپل حال یوو علت یې همدا دی چې جدي تصمیم نلرو.
د جلال اباد ښاروالۍ یو مهم بدلون ته مټې بډ وهلي، که په خپل تصمیم کې جدي پاتې شي، فشارونو ته تسلیم نشي او فرمایشونه ونه مني، د ښار یوه بد رنګه سیمه به سینګار کړي او ښکلا به یې د ښاریانو سترګې یخې کړي.
د دې تصمیم له مخې د ملي امنیت له ودانۍ څخه آن تر میوې منډوي پورې غځیدلې تړانګه کې پارک جوړیږي.
دا داسې ساحه ده چې دواړه خوا یې سړکونه دي، خو منځ کې یې دومره بدرنګي او ګډوډي ده چې په لیدلو یې د ښاریانو نارامه ذهن لاپسې ستړی شي.
په رواني لحاظ موږ ځپل شوي یوو او هره ورځ د ناوړه خبرونو په اوریدلو او لیدلو لا پسې ځپل کیږو. عصاب نارامه دي، د دې نارامۍ د کرارولو یوه لاره دا ده چې ښایسته او شنه ځایونه ولیدل شي او داسې ځایونه زموږ په ښارونو کې د مرغۍ پی دي.
ننګونې
له کابو نیمې پیړۍ راهیسې راروانې جګړې یو وحشت خپور کړی. د همدې وحشت له شامته آن ځینې ظاهرا ډير مهذبه خلک هم پر قانون او ښاري اصولو داسې ورخیژي، لکه وږي غوایان چې د شوتلو پټي کې ور ګډ شي.
د همدې بې قانونیو په غوبل کې د جلال اباد کوچني ښار شنې سیمې او عامه ملکیتونه غصب شول، د پارک په ساحو کې کورونه جوړ شول او په ډيرې بې غیرتۍ د مشرانو لخوا د ماشومانو حقونه ( د لوبو ځایونه) وخوړل شول.
جګړه ممکن روانه پاتې شي او شاید زموږ له بده بخته همداسې نسلونه یې قرباني شي. جګړه اوس زموږ له واکه وتلې ښکاري؛ خو هغه څه چې زموږ په واک کې دي، بیرته قانومندۍ ته راګرځیدل او قانون ته درناوی دی. خو دا کار په نصیحتونو نه کیږي، د دې کار لپاره په بې پرې توګه د مشروع زور استعمال ته هم اړتیا شته او باید وکارول شي.
کومه ساحه چې ښاروالۍ د پارک لپاره انتخاب کړې او باید پارک شي، د تعمیراتي موادو، لرګیو، کباړ او… په پلورنځایونو بدله شوې. یو نیم کور هم پکې اباد شوی او تر ټولو خطرناکه یې دا چې کورونو او کاروباریانو د خپلې غصب شوې زمکې د دفاع لپاره جوماتونه هم په همدې ساحه کې ودان کړي.
دلته غاصبین د خدای ج کور او زموږ تر ټولو مقدس مکان ( جومات) هم د غصب د ابزار په توګه کاروي او چې کله هم ښاري پلان تطبیقیږي د خپلو ګټو لپاره د جومات شاته پټیږي او حتا د پرمختیايي پلانونو پر ضد له جوماتونو په استفادې د خلکو له احساساتو ناوړه استفاده اخیستل کیږي.
ښاریان باید پوه شي چې د غصب پر زمکه جومات جوړول ناروا دی او له جوماته د غصب لپاره ابزاري استفاده منفاقت دی.
لکه څنګه چې موږ د کورونو لپاره زمکه اخلو، په کار ده چې د جومات لپاره هم په یوه مناسب او قانوني ځای کې په ګډه زمکه واخلو. یو څوک چې په یوازې ځان د کور لپاره زمکه اخیستلای شي او کور جوړولای شي، نو ولې ۵۰ – ۶۰ کوره په ګډه د یوه جومات لپاره زمکه نشي اخیستلای.
د ښاري پراختیا او ښاري نظم پر وړاندې یوه بله جدي ننګونه ځینې زورواکان دي. دا داسې کسان دي چې هیڅ خیر یې خلکو ته نه رسیږي او نه داسې کارنامه لري چې خلکو کې د نوم څښتن شي. دوی پر ځای د دې چې له خپل زور او موقفه په استفادې له ښاري نظم سره مرسته وکړي؛ بې نظمیو پسې یې را اخیستې. د هغو خلکو دفاع ته رادانګي چې د ښاري نظم پر وړاندې خنډونه جوړوي، دوی په دې توګه غواړي ځانونه خواخوږي وښيي، خپل فساد پټ کړي او وړیا کریډیټ ترلاسه کړي.
په هر صورت، ښارونه زموږ کورونه دي. څومره چې زموږ ښارونه، پاک، منظم، ښایسته او ښکلي وي هومره زموږ د لوړ ذوق استازیتوب کوي او هومره مو ښاریان اسوده کیږي.
ښاریانو ته بویه چې ښاري نظم ته غاړه کیږدي، که څه هم شخصي تاوان یې پکې وي، او اړوندو ادارو سره په هر هغه پروګرام کې مرسته وکړي چې د ښاریانو لپاره سهولتونه رامنځ ته کوي او ښار ته ښکلا وربخښي.
محمد نعمان دوستد زمري ۴مه، ۱۳۹۷