د بنګلدیش کریکټ بورډ راتلونکي بي پي اېل ته نوی قانون رامنځ ته کړ.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: بهار سمسور
د جمع ورځ په اداري ناسته کې بنګلادیشي کریکټ بورډ د راتلونکي بنګلادېش غوره لیګ بي پي اېل لپاره نوی قانون رامنځ ته کړی او وایي؛
دا ځل یې د لیګ له شپږ واړه شریکینو او د لوبډلو له مالکانو غوښتنه دا ده،چې کله د لوبغاړو اخیستو پروګرام بولۍ کیږی دوی مکلف دي چې په نړیواله کچه یو داسې چټک توپ اچونکی چې د توپ اچونې سپیډ یا سرعت یې له ۱۴۰ پورته وي او هم یو نړیوال داسې لېګ سپېن توپ اچونکی چې وکولی شي په هره لوبه کې پوره څلور اورونه تر سره کړي،هره لوبډله یې باید واخلي.

د بورډ وینا ده چې له دې کار یې هدف دا دی چې لېګ سپینرانو سره هم د دوی ځوان توپ وهونکي بلد شي،کورني لېګ سپینران یې د توپ اچونې له انداز او تجربو برخمن شي او هم ترې زده کړه وکړي.
دوی وایي؛ چټک توپ اچونکي ډېر مهم دي، دوی غواړي د بنګالاي توپ وهونکو لپاره د تمرین همدا چانس رامنځ ته کړي او د نړۍ چټک توپ اچونکي که بي پي اېل کې د دوی توپ وهونکي ولوبوي دا به د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره، چې اسټرالیا کې کیږي د دوی توپ وهونکي به ورسره بلد او تمرین به یې شوی وي.
د بنګلادیشي بورډ یو غړی محبوب انام وایي:

“موږ د ټولو لوبډلو لپاره همدا رول رامنځ ته کړ،غواړو له خپل تجاراتي لیګ په سمه توګه ګټه واخلو، موږ دوی ته ویلي چې د بولۍ لپاره د نړۍ مشهور چټک او لېګ سپینران انتخاب کړي.”
انام زیاتوي:”زموږ لوبغاړي چې د چټکو توپ اچونکو سره ستونزه لري او هم نوي ځوان لوبغاړي باید هغه توپ اچونکي چې د توپ اچونې سرعت یې ۱۴۰ ته رسیږي،دلته یې باید تمرین کړي،څو په اسټرالیا کې چې نړیوال جام لوبو دا ستونزه مو له منځه تللي وي.”

د معلوماتو پر بنا تر ۳۵۰ زیاتو لوبغاړو د راتلونکي بي پي اېل د بولۍ لپاره نوم لیکنه کړې ده.