د بریالیو کسانو ځانګړنې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکواله: شمله نادري

هر انسان غواړي چې په خپل ژوند کې بریالی شي او هر هغه څه ترلاسه کړي چې هیله یې لري، نو که تاسې هم له بریا ډک ژوند غواړئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ. او زموږ په لارښونو عمل وکړئ.

لومړی: مهالوېش

د بریا تر ټولو اړین او مهم توک مهالوېش دی. هر بریالی انسان په خپل ژوند کې منظم مهالوېش لري چې د دغه مهالوېش پر بنسټ خپل ټول کارونه، لکه خوراک، څښاک، خوب، مطالعه، تفریح کول یا چکر ته تلل او داسې نور، پر مخ وړي.

دویم: ماته نه منل

هغه کسان چې په ژوند کې ماته نه مني هغوی تل له هرې ستونزې سره مبارزه کوي. او ځان بریا ته رسوي.

درېیم: هڅه

هڅه کول هم د بریا له رازونو څخه یو مهم راز دی. هغه کسان چې تل هڅه کوي، هېڅ امکان نه لري چې خپلې موخې ته ونه رسېږي.

څلورم: یوازېتوب

ډېر وخت هغه کسان چې تل یوازې وي، داسې کارونه کوي چې بل څوک یې نه شي کولای، ځکه دوی په داسې ځای کې دي چې فکر یې ارامه دی، گڼه گوڼه یې ترڅنگ نه شته. (ځکه چې گڼه گوڼه د انسان د ذهني گډوډۍ لامل کېږي.)

پینځم: د خبرو او عمل همغږي

بریالي کسان تل هغه څه چې وایي، عملي کوي یې. هېڅکله هغه خبره نه کوي چې په ځان کې یې د عملي کولو وړتیا نه وي.

شپږم: د ظاهر او باطن توپیر

بریالي کسان په ظاهر د عامو وگړو په څېر دي، خو دوی په باطن کې هېڅ د دنورو خلکو په څېر نه دي. دوی تل کوښښ کوي خپل کارونه په سمه او منظمه توگه پرمخ یوسي.

اووم: د وخت پېژندنه

بریالي کسان تل له خپل وخت څخه په سمه توگه گټه اخلي، هېڅکله خپل وخت په بېځایه کارونو نه تېروي او خپل هر کار په ټاکلي وخت سره سرته رسوي.

اتم: مطالعه

مطالعه د بریالیو کسانو تر ټولو مهمه ځانگړنه ده. هغه کسان چې مطالعه کوي په هره موضوع کې په بشپړه توگه معلومات لري، کولای شي په هره برخه کې معلومات وړاندې کړي چې دا خپله د بریا نښه ده.

نهم: د مهارتونو زده‌کړه

د بریالیو کسانو یوه ځانگړنه دا ده چې دوی د دې وړتیا لري، چې هر کار په اسانۍ زده او ترسره کړي.

نو بریالي کېدل ناشونی نه، بلکې یو شونی کار دی او هر څوک په خپل ژوند کې بریالي کېدای شي او سوکاله ژوند پیلولای شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.