ژباړه: محمد عزيز پردېس
د خبرو پر مهال د بدن د حرکاتو څخه په سمه توګه ګټه اخېستل، مخاطبین ستاسو تر اغېز لاندې راولي.
د بدن حرکات يا (Body Language ) عبارت د هغه ځانګړو حرکاتو څخه دي چې د خبرو اترو پر مهال د لاسونو، سر او د بدن د نورو غړو په مرسته ادا کېږي، چې په ترڅ کې يې يوه مانا لرونکې او سمه خبره يا جمله ادا کېږي او هغه څه چې زمونږ موخه وي؛ هغه په ښه ډول مخاطب ته لېږدوي.
پرته له دې چې که مونږ پوه شوه او يا وغواړو، نو په يو حضوري چلند يا برخورد کې زمونږ مالومات، موخې او ويناوې مخاطب ته لېږدول کېږي. د دې اطلاعاتو لېږدول د ظاهري وضعې، د بدن د حرکاتو، ليد او څېرې د وضيعت يو پېچلي ترکيب په مرسته مخاطب ته انتقالېږي. له بل اړخ نه مخاطب هم خپل مهم مالومات، موخې او ويناوې د خپل بدن د همدې چلند په مرسته مونږ ته رالېږدوي.
د مقابل لوري پر حرکاتو او د هغو په خبرو تمرکز کولی شي چې تاسو د هغه په شخصيت او داخلي يا دننه څرنګوالي پوه کړي او تاسو د ځانګړو او مناسبو حرکاتو په عملي کولو سره کولی شئ چې په مقابل لوري هم خپل اغېز پرېږدئ او مذاکره يا خبرې اترې په خپله ګټه پای ته ورسوئ.
په اوسنۍ نړۍ کې هغه انسانان بريالي دي چې وشي کولی په ټولنيزو او شغلي موقیعتونو کې د خپلو نظرياتو په وړاندې کولو سره نور تر خپل اغېز لاندې راولي.
لکه څرنګه چې د خبرو پر مهال د بدن د حرکاتو څخه په سمه توګه ګټه اخېستل، مخاطبین ستاسو تر اغېز لاندې راولي؛ په همدې اساس، د بدن د حرکاتو (Body Language) پوهې زده کول اړين بريښي.
د بدن سم حرکات، مونږ سره مرسته کوي چې:
په مخاطبينو مثبت اغېز پرېږدو.
د مخاطب ذهن خپل ښه چلند او رفتار ته راواړوو.
په لږه موده کې په مخاطب کې فکري ارامتيا رامنځ ته کړو.
مخاطب د خپلو نظرياتو او غوښتنو سره همغږی کړو.
د مخاطب په افکارو او ايډيو ځان پوه کړو.
د اعتماد، رښتينولۍ او اطمينان په فضا کې خبرې وکړو.
مخاطبان ونشي کولی چې پر موږ برلاسي شي.
زمونږ د بدن ډېری حرکات او چلند، پرته له دې چې پرې پوه شو؛ زمونږ د ژوند يوه برخه جوړوي. په هغو پوهېدل، يوازې لږ تمرکز ته اړتيا لري. تاسو کولی شئ چې د مذاکرې يا خبرو پر مهال، د بدن د ځينو مهمو حرکاتو سره بلد شئ.
سترګې د بدن ترټولو اغېزلرونکي او مهمه غړي دي. تاسو کولی شئ چې د سترګو په مرسته په ښه ډول د مخاطب پام ځان ته راواړوئ. که غواړئ مخاطب لوري ته يو پيغام په ښه، څرګند او مناسب ډول ور ورسوئ؛ نو د سترګو په حرکاتو سره شونې ده.
په دې ترتيب خپلو جلسو، ليدنو او کتنو او په ځانګړي ډول خپلو لومړنيو ليدنو کې بايد د خپلو سترګو حرکاتو ته ډېر متوجه واوسئ. ترڅو د مخاطبينو په ذهن کې يو ښه انځور د ځان لپاره جوړ کړئ.
هېڅکله خپل مخاطب يا د مخاطبينو بدن ته د سر نه تر پښو او يا هم د پښو نه تر سره پورې مه ګورئ. دا کړنه اصلا خوښوونکې نه ده. دا کار يوازې هغه وخت ترسره کړئ چې، کله مو غوښتل خپل مخاطب په غوسه کړئ.
کله چې ستاسو مخاطب خبرې کوي، نو تاسو خپل سر په ارامه توګه ښکته او پورته خوځوئ، چې دا کړنه مو مخاطب ته دا احساس ورکوي چې ګواکې تاسو د هغه خبرو ته غوږ ياست او د هغو خبرې تائيدوئ.
د مخاطب د خبرو پر مهال د سترګو تړل، هغه ته ستره بې احترامي ده.
کله چې د مقابل لوري خبرو ته غوږ ياست، په چټک ډول سترګې رپول؛ ستاسو مخاطب ته دا احساس ورکوي چې ګواکې تاسو د هغو خبرو ته ارزښت نه ورکوئ.
د مقابل لوري د خبرو پر مهال، د سترګو تړل، ښي او کيڼ لور ته د سر خوځول؛ د دې مانا ورکوي چې تاسو د هغو د خبرو سره همغږي نه ياست.
که غواړئ مقابل لوری مو خپلو خبرو ته دوام ورکړي او دې ته يې وهڅوئ چې ګواکې تاسو د دې مينه وال یاست چې خبرې يې په مينه واورئ؛ نو هڅه وکړئ چې د خبرو پر مهال د هغه سترګو ته متوجه اوسئ.
کله چې يوې غونډې يا هم ډېر شمېر کسانو ته وينا کوئ، نو دا له ياده مه باسئ چې په مساوي او عادلانه ډول ټولو ته وګورئ او د سترګو اړيکه ورسره وساتئ.
دا مو بايد په ياد وي کله چې له مقابل لوري سره خبرې کوئ؛ نو د لاسونو او سر يا مخ سره مو بايد هېڅ ډول اړيکه ونه ساتئ. ځکه دا ډول کړنې لکه: د سر ګرول، د سترګو او بڼو پاکول، په سوږمه کې ګوتې وهل، د غاړې ګړول او ورته کړنې ستاسو په کمزورۍ دلالت کوي او مقابل لوري ته دا څرګندوي چې ګواکې تاسو له هغو څخه څه پټوئ او يا ورته دروغ واياست.
زمونږ د بدن حرکات زمونږ د ژوند يوه مهمه برخه جوړوي، د نورو سره مو خپل رفتار يا چلند سم او منظم کړئ؛ ترڅو ژوند کې مو بدلون راشي.