ليکنه: صابرحميدي
د مسئولینو په خبره د افغانستان د باسکیټبال ویلچر ملي لوبډله، چي نارینه او ښځینه دواړه پکښي شامل دي د یو لړ مهمو سیالیو لپاره پرون سې شنبه ټایلینډ هیواد ته ولاړه.
دا لوبډله معلولین دي، چي پر ویلچر یا د معلولینو پر بایسکل د باسکیټبال لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخي، چي افغان ویلچر باسکیټبال ملي لوبډله په دې موخه ټالینډ ته تللې، چي د ۲۰۲۰م کال د پارااُلمپيک سیالیو ته د لاري پیداکولو لپاره سیالۍ ترسره کړې.
د ۲۰۲۰م کال د پارا اُلمپيک سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه د معلولینو ترمنځ د باسکیټبال دا لوبي نن چهارشنبه پېلیږي او تر ۱۱ ورځو دوام وروسته د راتلونکي ډیسمبر میاشتي په ۷مه نېټه پای ته رسیږي.
دا لوبي د ټایلینډ هیواد په پاتایا ښار کي ترسره کیږی.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغانستان په ګډون د ۲۲ هیوادونو څخه په دې سیالیو کي د باسکیټبال معلول لوبغاړي ګډون کوي.
د یادولو وړ ده، چي د یادو سیالیو څخه به دوې لوبډلي د نارینه او دوې لوبډلي به بیا د ښځينه لوبغاړو څخه د پارا اُلمپيک سیالیو ته لاره پيداکړي.
د پارا اُلمپيک سیالۍ په راتلونکي ۲۰۲۰م کال کي د جاپان په توکیو ښار کي ترسره کیږي.