
ليکنه: صابرحميدي
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د درېیمي اونۍ لوبو څخه تېره شپه ویاریال د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.
د ریال ماډریډ لپاره دواړه ګولونه ګریت بیل ولګول.
د ویاریال لپاره بیا ګریت مورینو او ګومیز ګولوهني وکړې.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د درېیمي اونۍ لوبو څخه بیا وړمه شپه اوساسونا د بارسلونا فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي هغه لوبه هم ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.
په یاده لوبه کي د اوساسونا لپاره دواړي ګولوهني روبرټو ټوریس ترسره کړې، چي دوهمه ګولوهنه ئې د پینالټۍ په واسطه ترسره کړه.
د بارسلونا لپاره بیا پاتي او آرتور ګولونه ولګول.
د دې دواړو مخکښو ټیمونو د لوبو د مساوي کېدو علتونه دادي، چي قوي لوبغاړي ئې خوږ دي.
د بارسلونا لیونل میسي، سواریز او دمبلې خوږ دي.
د ریال ماډریډ بیا د خوږ لوبغاړو څخه یو هزارډ دئ.
ریال ماډریډ د ۵ نمرو په درلودلو سره اوس د لالیګا لیګ په جدول کي ۵م ځای لري او بارسلونا بیا د ۴ نمرو په درلودلو سره ۸م ځای لري.
د دې لیګ د جدول په سر کي اتلاتیک ماډریډ کرار لري.
دا لوبډله ۹ نمرې لري او د درو اونیو درې واړه لوبي ئې ګټلي.