د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ په لوبو کي بارسلونا د مایورکا فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۲ مایورکا ته ماته ورکړه.
mini 2019 10 29 BARCELONA VALLADOLID 14 د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره درې ګولوهني د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي او پاته دوه ګولونه بیا ګریزماین او لیویز سواریز ولګوله.
میسي یاد درې ګولونه یا هټریک د لوبي په ۱۷مه، ۴۱تمه او ۸۳یمه دقیقه کي  ترسره کړه او په دې سره ئې په لالیګا لیګ خپل هټریکونه ۳۵ته ورسوله.
lionel messi barcelona د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!
تر دې مخکي په لالیګا لیګ کي رونالډو د ۳۴ هیټریکونو په وهلو سره ریکارډ درلود، خو اوس لیونل میسي د یاد ریکارډ مات کړ او خپله به یاد ریکارډ روان وساتي.
960x0 1 د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!
د لالیګا لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي پرون شنبه ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۰ اسپانیول ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره واران او کریم بنزما ګولونه ولګول.
642620462 gareth bale of real madrid cf celebrates gettyimages 1487442468 800 د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!
اوس د یاد لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ دواړه ۳۴ ـ ۳۴ نمرې لري، خو بارسلونا د یاد جدول په لومړي او ریال ماډریډ بیا په دوهم ځای کي شتون لري.
سویا بیا د یاد جدول په درېیم ځای کي د ۳۰ نمرو په درلودلو سره کرار لري.