د اینسټاګرام نوې تګلاره

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

اینسټاګرام پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به نېغ په نېغه د اينسټاګرام د لوړ عمر لرونکو کارونکو پيغام نوو ځوانانو ته نه لېږدوي.

اینسټاګرام د تنکيو ځوانانو د ساتنې لپاره په دغې ټولنیزې شبکې کې خپل نوی سیاست اعلان کړی دی چې د دغه اعلان پر بنسټ وروسته تر دې د اینسټاګرام لوړ عمر لرونکو کاروونکو ته اجازه نه ورکوي چې هغوی تنکيو ځوانانو ته پيغام ولېږدوي چې د همدغو تنکيو ځوانانو له خوا نه دي څارل(فالو) شوي.

اینسټاګرام اعلان کړی دی چې د کاروونکو لپاره به له نوي سیاستونو څخه ګټه اخلي او د ځوانانو او لوړ عمر لرونکو کسانو ترمنځ به د اړيکو کچه ښکته راولي تر څو د نوي ځوانانو لپاره خپل عامل سیسټم نور هم امن کړي.

د اینسټاګرام د نوي سياست پر بنسټ، د اینسټاګرام لوړ عمر لرونکي کارونکي نه شي کولای چې په مستقیمه بڼه هغو تنکيو ځوانانو ته پيغام ولېږدوي چې د دغو تنکيو ځوانانو د څارونکو په لیسټ کې شامل نه دي.

همدارنګه اینسټاګرام په خپل دغه نوي ګام کې د «محافظتي اعلان» تر سرلیک لاندې یو بل ټکی هم ور زیات کړی دی، دا سیسټم هغه مهال نوي ځوانانو ته د خبرداري په توګه څرګندېږي، کله چې دوی ته د اینسټاګرام د لوړ عمر لرونکی کارن له لوري پیغام استول کېږي.

د اینسټاګرام محافظتي اعلان تنکيو ځوانانو ته د دې امکان برابروي، چې هغه لوړ عمر لرونکي انسټاګرام کارن چې دوی ته یې پیغام استولی، ريپورټ او يا بلاک کړي.

دغه اعلان د اینسټاګرام ځوان کارکوونکو ته ور یادوي چې د پیغامونو د ځوابولو لپاره، داسې احساس ونه کړي چې تر فشار لاندې دي او دې ته باید پام وکړي چې خپل انځورونه، ويډيو ګانې او يا خپل ځانګړي معلومات له پیغام استوونکي سره شریک نه کړي چې یې نه پېژني.

دغه اعلان به هغه مهال نندارې ته وړاندې شي چې د اینسټاګرام د محدوديت سيسټم د اینسټاګرام د لوړ عمر لرونکو کاروونکو شکمنې کړنې وويني.

همدارنګه اینسټاګرام اعلان کړی دی چې د مصنوعي ځیرکتیا او د ماشيني زده کړو ټېکنالوژۍ باندې کار کوي تر څو وکولای شي د هغو کسانو عمر چې له اینسټاګرام څخه ګټه اخلي او يا اینسټاګرام کې ځان ته اکونټ پرانیزي، څرګند کړي.