د ایرلینډ خوب په حقیقت بدلیږي ؛د خپل کرکټ لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه سبا پیلوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دواړه افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د خپلو تاریخي ټیسټ سیالیو ترسره کیدو ته شیبې شماري.
د کرکټ نړیوالې شوراه سره دواړو هېوادونو په تیر ۲۰۱۴ م کال کې د ۳ کلنو لپاره په مواقت ډول بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې په دغه موده کې به دواړه لوبډلې د نورو پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د سیالیو د ارزونې او د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د وړاندې شویو شرایطو ته په نظر کتو به دغه موده په اوږد مهال بدلیږي.
د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خپله لمړنۍ تاریخي سیالي د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سره پلان کړې ده، چې د روانې مۍ میاشتې په یولسمه نیټه یعنې سبا د جمعې په ورځ د ایرلینډ په دوبلین ښار کې پیل کیږي.
دغه سیالي که څه د پاکستان لپاره دومره جالبه نه ده، خو د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره څو چنده مهمه ده، ځکه چې د نړیوال کرکټ غټ لیول یا پړاو ته داخلیږي او د خپل کرکټ په تاریخ کې یې لمړنۍ ټیسټ لوبه ده.
د دواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالي به سبا د پاکستان پر وخت د مازیګر په ۳ بجو سره پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به هم د خپل نړیوال کرکټ تاریخي ټیسټ لوبه د هندۍ ملي لوبډلې خلاف په راتلونکې جون میاشت کې ترسره کړي.
د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه تاریخي لوبه به د هندوستان په بنګلور کې د جون میاشتې په ۱۴ مې نیټې سره پیل شي.