اکثرا ژړا د ضعف په توګه تعبیر کېږي او ویل کېږي چې دا یوه منفي انګېزه ده چې ډېر ژړل د انسان لپاره ښه نه دي، خو ایا تاسې په دې پوهیږئ، چې ژړل د انسان روغتیا لپاره څومره ګټور دي؟
متخصصین وايي، چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل خلاص ژړل (داسې ژړا چې له سترګو ورسره اوښکې بهېږي) ذهني وړتیاوې ښې کوي. متخصصینو د اوښکو ژړا وړاندیز کړې او وایې چې د دې (ژړا) پایله مو د ذهني او عصبي فشار کمولو یا ځنې د خلاصون لامل کېږي.
جاپان کې د یوې ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي چې د بالغو او نابالغو افرادو لپاره هره اوونۍ داسې ژړل پکار دي چې له سترګو ورسره اوښکې وبهېږي، په دې سره د زده کوونکو او سخت ذهني فعالیت کوونکو افرادو ذهني فشار هم کمېږي.
څېړونکي او رواني ډاکټران وايې، چې ذهني ناروغان د ژړا لپاره له احساساتي فلمونو کار اخیستلای شي، ځکه چې ژړا د زړه په سپکولو کې مرسته کوي او همدا راز د اندېښنو او غمونو سره په مبارزه کې هم مرسته کوي.
متخصصین وايې، چې اوښکې واقعا سترګو او د سترګو پردو ته رطوبت چمتو کوي، چې د انسان لید/بینایي ورسره پیاوړې کېږي.