لیکنه: شمله نادري
اولاد د مور او پلار لپاره د خدای ج له لوري هغه ډالۍ ده چې د امانت په څېر یې ورکړې او د هغوی روزنه یې ور باندې فرض کړې ده. نو هر مور او پلار د خپلو اولادونو پر وړاندې مسوولیت لري، چې د هغوی هر اړخېزې روزنې یعنې دیني، جسمي، نفسي، روحي، عقلي او داسې نورو ته پام وکړي، چې دې اللهﷻ د رضایت وړ او د اسلام دین سره برابره وي.
مور او پلار باید د خپل اولاد په روزنه کې په مساوي توگه ونډه واخلي، دوی باید خپل اولاد ته نه دومره خپلواکي ورکړي چې له کنټرول نه یې ووځي، نه یې دومره قید کړي، چې هغوی د ځان د خلاصون لپاره داسې کارونو ته مخه کړي چې بیا ترې ځان نه شي ژغورلی.
د اولاد په روزنه کې باید دغو ټکو ته پام وکړو
لومړی: خاوند او مېرمن هېڅکله باید د اولادونو پر وړاندې له یو بل سره داسې رویه ونه کړي چې پر اولادونو یې منفي اغېزې وکړي.
دویم: مور او پلار خپلو اولادونو ته باید تل د داسې کارونو سپارښتنه وکړي چې دوی یې خپله عملي کوي، که نه اولادونه به یې هېڅکله د دوی غوښتنې ونه مني، ځکه چې اولاد تل د خپل مور او پلار په څېر کارونه ترسره کوي.
درېیم: که دې مور او پلار لومړی تجربه وي، نو دوی اړ دي چې د اولاد د ښې روزنې په اړه له نورو سره مشورې وکړي او د اولاد دې روزنې کتابونه ولولي.
اوس پوښتنه پیدا کېږي چې سره له دومره حللارو بیا هم ولې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو روزنه په سمه توگه نه شي کولای؟ د دې پوښتې په ځواب کې باید وویل شي چې د ماشومانو د ناسمې روزنې لاملونه ډېر دي چې له ځینو یې دلته یادونه کوو.
لومړی: د مور او پلار بې مسوولیتي
ځینې داسې کورنۍ شته چې فکر کوي چې د دوی مسوولیت د خپل اولاد پر وړاندې دا دی چې دوی نړۍ ته راوړي (وې زېږوي)، خو له نورو مسوولیتونو یې بېخي بې خبره وي.
دویم: د مور او پلار له حده ډېره بوختیا
البته دا ستونزه په نړیواله کچه ده، ځکه زموږ په هېواد کې ډېرې کمې ښځې شته چې هم دنده ولري او هم د کور کارونه وکړي، دا هم هغه لامل دی چې دوی د خپل اولاد له روزنې شاته پاتې کېږي.
درېیم: په کور کې شخړې یا جگړې
دا هم هغه لامل دی چې د اولاد پر روزنه په مستقیه توگه اغېزه کوي.
څلورم: د مور بېسوادي
دا ترټولو جدي ستونزه ده چې زموږ په هېواد کې زیات خلک ورسره مخ دي.
نو الله ﷻ موږ مکلف کړي یوو چې خپلو اولادونو ته په سمه توگه روزنه ورکړو، په دې کار کې زموږ د دنیا او اخرت نېکمرغۍ پرتې دي.
ځکه ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ: ﺇِﺫَﺍ ﻣَﺎﺕَ ﺍﻟْﺈِﻧْﺴَﺎﻥُ ﺍﻧْﻘَﻄَﻊَ ﻋَﻨْﻪُ ﻋَﻤَﻠُﻪُ ﺇِﻟَّﺎ ﻣِﻦْ ﺛَﻠَﺎﺛَﺔٍ : ﺇِﻟَّﺎ ﻣِﻦْ ﺻَﺪَﻗَﺔٍ ﺟَﺎﺭِﻳَﺔٍ، ﺃَﻭْ ﻋِﻠْﻢٍ ﻳُﻨْﺘَﻔَﻊُ ﺑِﻪِ، ﺃَﻭْ ﻭَﻟَﺪٍ ﺻَﺎﻟِﺢٍ ﻳَﺪْﻋُﻮ ﻟَﻪُ [ﺍﻟﻤﺴﻠﻢ ۱۶۳۱]
ﮊﺑﺎړﻩ: ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻣړ ﺷﻲ ﻋﻤﻞ ﻳﯥ ﻗﻄﻊ ﮐېږﻱ، پرته ﻟﻪ ﺩﺭېیو څيزﻭﻧﻮ ﺟﺎﺭﻳﻪ ﺻﺪﻗﻪ، ﻳﺎ ﺩﺍﺳﯥ ﻋﻠﻢ ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څخه ﺩ ﺧﻴﺮ ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﮐﻴږﻱ، ﺻﺎﻟﺢ ﺍﻭﻻﺩ چې ﺩ ﻣﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻼﺭ لپاره ﺩﻋﺎ ﮐﻮﻱ.
د اولاد نیکه او صالحه روزنه د دې لامل کېږي چې یوه سوکاله، دې نېکمرغیو او بریاوو ډکه ټولنه رامنځته کړي.