ليکنه او راټولونه
اوبه که په هره بڼه وي( حرارتي، لزوجي، کیمیاوي او داسې نور…) دا هره بڼه یې د انسان لپاره پر خپل ځای ګټوره ده او په خپل ځای کې خپله دنده ترسره کوي؛ د اوبو څخه د ژوند یو موجوداتو څخه هره ډله او ګروپ یې خپله ګټه اخلي.
د ساینس پوهانو له نظره د اوبو ارزښت دومره زیات دی چې نور په هېڅ مایع کې نشته چې ورسره پرتله او مقابله شي.
په قرانکریم کې د ژوند بقا هم په اوبو پورې تړاو لري، او همدارنګه په نړۍ کې د ژوند پیل د اوبو څخه شوی دی.
اوبه د خپلو کیمیاوي او طبیعي ځانګړتیاوو سره د ژوند جوهر او بنسټ دی، او د ځمکې د ژوند پړاو پر اوبو ولاړ دی، الله ج انسان پیدا کړ او مځکې ته یې راواستوی چې پر مځکه ژوند وکړي او بشریت هدایت ته چمتو کړي، وروسته د انسان ژوند پر اوبو وتړل شو او همدارنګه اوبه د انسان د ژوند لپاره یو بنسټ او د انسان و ژوند ته یې توازن ورکړئ، په نړۍ کې د ژوند پیل د اوبو څخه شوی دی.
د انسان د ۵۵٪ ـ ۷۸٪ پوري اوبه لري، چې دا سلنه د یوه انسان د بدن په جوړښت او اندازې سره تړاو لري، په عمومي ډول سره د انسان بدن کې د اوبو سلنه داسې ده:
عضلات ۷۵٪ اوبه لري، دماغ ۹۰٪ اوبه لري، هډوکي ۲۲٪ اوبه لري، وینه ۸۳ سلنه اوبه لري.
اوبه خوړنیز مواد او وینه حجرو ته رسوي، په سږو کې هوا مرطوبه ساتي، د میتابولیزم سره مرسته کوي، اوبه د بدن حیاتي غړی ژغوري، د بدن تودوخه ثابته ساتي، د زهرجنو موادو اغېزه کموي، مفاصل بندونه مرطوب ساتي او ژغوري یې.
که اوبه استعمال نه کړو نو د دې ستونزو سره به مخ شو؛
ستړیا، د سر درد، قبضیت، د اندامو درد، د وینې غیر منظم فشار، د پښتورګو تکلیف، د پوستکي وچوالي د مثانې تکلیف.
اوبه موږ ته هېڅ اړتیا نه لري، خو برعکس موږ بیا په ورځني ژوندانه کې اوبو ته ډېره زیاته اړتیا لرو، ان که اوبه نه وي، له تندې به مړه شو له همدې کبله خپل ځان او صحت لپاره باید ډېرې اوبه وڅښو.