د اندونیزیا نادرکه شوې الوتکه سمندر ته لوېدلې ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یوه ملکي الوتکه چې ۶۲ کسان پکې ناست وه، د اندونیزیا له پلازمېنې جاکارتا نه له الوت لږ وروسته بې درکه شوه او اوس څرګنده شوه چې سمندر ته لوېدلې ده
اندونیزیایي چارواکي وایي تېره ورځ نادرکه شوې الوتکه سمندر ته لوېدلې ده.
د اندونیزیا یوه الوتکه پرون له پلازمینې جاکارتا والوته خو څو دقیقې وروسته یې له هوايي ډګر سره اړیکه پرې شوه.
ماښام مهال امنیتي ځواکونه په دې بریالي شول چې د الوتکې د لوېدو ځای پیدا کړي.
دغه الوتکه له جاکارتا سره نږدې یوه سمندر ته لوېدلې ده.
د ژغورنې ډلې وايي عملیات روان دي او هڅه کوي ژر تر ژره د قربانیانو جسدونه راوباسي.
په دې الوتکه کې ۶۲ کسان سپاره وو، چې له دې ډلې اووه یې ماشومان وو.
ځايي چارواکي وايي د سریویجایا هوايي شرکت دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه په کالیمانتان ایالت کې پونتیاناک ښار ته پر لار وه، چې له راډار سره یې اړیکه پرې شوه.
عیني شاهدان وايي، لږ تر لږه یوه چاودنه یې په خپله واورېده. یوه کب نیونکي سولیحین بي بي سي اندونیزیايي څانګې ته ویلي، یو چاودنه یې واورېده او بیا دوی پرېکړه وکړه چې وچې ته ستانه شي.
نوموړي زیاته کړې”الوتکه د برېښنا غوندې اوبو ته ننوته او بیا چاودنه وشوه، دا موږ ته خورا نژدې وه، یو ډول ټوټې زموږ پر کښتۍ هم ولګېدې. ”
بې درکه شوې الوتکه د بوینګ۷۳۷ مکس ډوله نه ده چې دا وروستیو کلونو کې یې یو شمېر له پېښو سره مخامخ شوې دي.
هغه ډول یوه الوتکه د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې اندونیزیا کې سمندر ته وغورځېده، چې ۱۸۹ کسان پکې مړه شوي وو.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي