ژباړه: مریم محمدي
غاښونه د الله تعالی يو ډير ښه نعمت دی، چې په پاک ساتلو کې یې بايد پوره پاملرنه وشي؛ د غاښونو د خرابوالي له امله د انسان د بدن له بېلا بېلو ناروغيو سره مخ کيدای شي.
۱- د انسان لپاره د غاښونو ارزښت څه دی؟
غاښونه د انسان د وجود مهمه برخه ګڼل کیږي، د روغو غاښونو په واسطه کولاي شئ، چې هر ډول خواړه ميده کړئ او د هضم لپاره ېې آماده کړئ. بله دا چې که مو غاښونه روغ وي، نو خوله بد بوی نه پيدا کوي .د خبرو او خندا په وخت کې روغ غاښونه انسان ته ښکلا ورکوي .د روغو غاښونو په واسطه کولای شئ، چې کلمات په ښه ډول اداء کړئ، همدارنګه روغو غاښونو د وجود روغتیا کې مهم رول لري .
۲- ولې د امیندوارې په وخت کې غاښونه درد کوي؟
یو شمیر میرمنې په دې باور دي چې د امینداورۍ له امله ضرور د غاښ در او د غاښ خرابیدل حتمي خبره ځکه ده، چې د مور له بدنه د ماشوم د وجود کلسیم پوره کیږي او د مور کلسیم کمیږي. خو اوسني طب دا خبر غلطه ثابته کړې، ډاکتران سپارښتنه کوي، هغه امیندواره میرمنې چې غاښ درد لري، باید داسې خواړه دې وخوري چې د بدن اړینو موادو په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي، د ښه خوړو خوراک تر څنګه، مهمه خبره ده چې د غاښونو ډاکتر ته مراجعه وکړي.
۱- ایا امیندوارۍ د غاښونو د خرابیدو لامل کیږي؟
که چیرې له خولې او غاښونو په سمه توګه ساتنه وشي، هیڅ ستونزه به جوړه نشي، خو هغه میرمنې چې د غاښ په درد اخته وي، نو پکار ده چې له امیندوارۍ مخکې یو ځل دې له غاښونو ډاکتر سره مشوره وکړي، ترڅو لازمې سپارښتنې ورته وکړي.
۲- ایا د کلسیم له کمښت، کوم بل لامل هم شته چې د امیندوارو میرمنو غاښونو ته زیان ورسوي؟
د حمل په وخت کې د هورمونو تغیر د مور په بدن او بیا په ورۍ باندې مستقمه اغیزه لري. د مور د بدن د وزن ډیردو سره سره د وریو حجم هم زیاتیږي، چې همدا د وریو حجم په امیندوارو میرمنو کې د غاښونو د درد سبب کیږي.
۳- د امیندوارۍ په وخت کې د غاښونو درملنه څنګه کیږي؟
په داسې حال کې چې د حمل پر وخت میرمنو ته د ديرو درملو کارول منع دي، نو په همدې اساس ډاکتران د میرمنو ځینې ناروغۍ له امیندوارۍ ورسته درملنه کوي، خو د هغه میرمنو چې غاښ درد کوي، له خپلسري درملو له کارول دې ډډه وکړي، د غاښونو ډاکتر ته دې د درملنې په موخه ورشي.
منبع: صحت و سلامتی