د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین کابل ته راغلی

رنګین تجريدي ډیزاین

د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین کابل ته راغلی دی.

نوموړی به له لوړپوړو افغان چارواکو سره لیده کاته ولري.

استین تر دې وړاندې هند ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو سره پر نورو مسائلو سربېره پر افغان سوله هم خبرې کړې دي.

وړاندې تر دې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین ویلي چې بایډن تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور په اړه هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

اسوشیټډ پریس راپور ورکړی دی چې جنرال لوید اسټین په نوي ډیلي کې خبریالانو ته ویلي چې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې ګوندې بایډن په افغانستان کې تر نوامبر میاشتې پورې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو خبره کړې ده خو د ده په وینا، بایډ‌ن تر اوسه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو او یا هم وتلو په اړه هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

د ویلو ده چې بایډن څو ورځې وړاندې په خپله تازه مرکه کې ویلي وو چې تر ټاکلې نیټې پورې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل ممکن نه دي خو په خبره یې دوی تر ډېره وخته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لیوالتیا نه لري.

د یادونې ده چې د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنګر د امریکا د دفاع له وزیر جنرال آستین سره پر افغان سوله او دلته روان وضعیت هم خبرې کړې دي.

سرچینه وایي دوی په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو او دغه راز په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه لرلي.

هندي لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي او د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.

امریکا هم هند په سیمه کې خپل نږدې متحد بللی او له دغه هېواد سره یې په بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا خبره کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي