د ولسمشرۍ مانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
مېرکل په دې خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د یوه خپلواک، پرمختللي او با ثبات افغانستان هیله لري.
نوموړې ویلي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې همکاري کوي.
میرکل له افغان ځواکونو هم د ملاتړ ژمنه کړې ده.
ولسمشر هم په دې تلیفوني مکالمه کې په ټولو برخو کې د المان له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
میرکل له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې روان تاوتریخوالی غندلی دی.
میرکل داسې مهال د اوربند غوښتنه کړې چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي چې ټول افغانان له وېرې او وحشت ستړي دي او طالبان دې بېړنی اوربند وکړي.
د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې بې وزلي او نا امني ډېره شوې ده او ډېری حقوقي او مدني فعالین او خبریالان له هېواد په تېښته دي.
د نوموړې په خبره طالبانو او حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي او په دې توګه دې په هېواد کې د وېرې او وحشت خپره شوې تیاره لرې کړي.
د نوموړې په خبره تر ډېره هغه څېرې په هېواد کې له ګواښونو سره مخ دي، چې د عدالت، جګړې ضد، سولې او امنیت لپاره یې مبارزه کړې ده.
شهرزاد اکبر هیله ښودلې چې ژر تر ژره دواړه لوري د پیاوړي او سوله ییز افغانستان د جوړولو لپاره اوربند وکړي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.