د افغان پریمېیر لیګ سیالیو د لوبغاړو خرڅلاو لړۍ نن ترسره کیږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کورني کرکټ «APL» یا افغان پریمېیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو د ډرافټ یا خرڅلاو لړۍ نن په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې ورته د کرکټ افغان مینه وال انتظار دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د افغان غوره لیګ سیالیو لمړی سیزن په روان ۲۰۱۸ م کال کې پیلېدونکی دی، چې نن یکشنبه ورته د لوبډلو ملاتړ کوونکې ډلې د لوبغاړو د پیرلو موقع لري.
40152333 449433045565432 5928192854424813568 n د افغان پریمېیر لیګ سیالیو د لوبغاړو خرڅلاو لړۍ نن ترسره کیږي
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د لوبغاړو د خرڅلاو پروګرام، چې پکې لوبغاړي نیلامۍ ته وړاندې کیږي، نن ماښام شاوخوا ۳ بجې پیل کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د معلوماتو له مخې د دغه لیګ سیالیو لپاره به د نن ماښآم د لوبغاړو خرڅلاو پروسه کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د کرکټ پیاوړي بهرني لوبغاړي هم نیلامۍ ته وړاندې شي.
ویل کیږي، دغه لیګ لپاره له ۴۰۰ څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده، چې پکې د ویسټ انډیزي کریس ګیل، نیوزیلنیډي برینډن مکلم، پاکستانیو لوبغاړو شاهد افریدي، شعیب ملک، سریلنکايي کمارا سنګا کارا، ویسټ انډیزي انډیریو رسل، بنګله دیشي تمیم اقبال او د نورو مشهوره لوبغاړو نومونه هم ثبت شوي دي.
bbl finals 1q0alwiu8yzp01wb42zt1rjdjg د افغان پریمېیر لیګ سیالیو د لوبغاړو خرڅلاو لړۍ نن ترسره کیږي
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل دوه ورځې وړاندې په یو خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې هر لوبډله به تر ۵ نیم لکه امریکايي ډالرو په لوبغاړو پانګونه کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د ۹۰ افغان لوبغاړو له ډلې به ۵۲ یې د سیالیو لپاره وپیرل شي او په دغه نیلامۍ کې داسې کورني او بهرني لوبغاړي هم شامل دي، چې تر یو لک امریکايي ډالرو پورې یې قیمت ټاکل شوی دی.
41491102 454859735022763 1942375955771162624 n د افغان پریمېیر لیګ سیالیو د لوبغاړو خرڅلاو لړۍ نن ترسره کیږي
د افغانستان د کورني کرکټ دغه ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکې اکټوبر میاشتې له ۵ مې نیټې څخه پیل او د ۱۷ ورځو دوام وروسته به د همدغه میاشتې په ۲۱ مه نیټه پای ته ورسیږي.
Cricket 2 1 د افغان پریمېیر لیګ سیالیو د لوبغاړو خرڅلاو لړۍ نن ترسره کیږي