د افغانستان کرکټ بورډ څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د سریلانکا پخوانی توپوهونکی اوېشکا ګوناوردني یې د افغان لوبډلې لپاره د توپوهنې روزنکی ټاکلی دی.
د توپوهنې دا روزونکی په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې افغان لوبډله د سپټمبر په لومړۍ نېټه په سریلانکا کې له پاکستان سره د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
افغان لوبډلې د دې لوبو لپاره په کابل کې درې ځلې تمرینات ترسره کړي دي، خو په سریلانکا کې یې تر دې دمه تمرینات نه دي کړي.
ښایي افغان لوبډله په لنډ وخت کې خپل تمرینات په سریلانکا کې هم وکړي، ترڅو د هغه ځای له کنډېشن سره ځانونه اشنا کړي او اب و هوا سره توافق وکړي.
د افغان لوبډلې نوی روزونکی دومره مشهور لوبغاړی نه دی
اوېشکا ګوناوردني ډېر مشهور لوبغاړی نه دی او تر دې دمه یې ښایي افغانان له نوم سره هم اشنا نه و، ځکه په لوبو کې ډېر نه دی پاتې شوی او ډېرې کمې لوبې یې کړي دي.
اوېشکا ګوناوردني په د مې په ۲۶ مه په ۱۹۷۷ کال کې د سریلانکا په مرکز کولمبو کې زېږېدلی دی.
رول یې د توپوهونکي دی او په کیڼ لاس یې توپوهنه کوله.
۶۱ یې یو ورځنۍ لوبې او ۶ یې ټېسټ لوبې ترسره کړي دي.
په ۲۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ټولې ۱۷۰۸ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۱۳۲ لوړې منډې دي، ۲۸ اعشاریه ۴۷ یې اوسط دی، ۷۱ اعشاریه ۴۹ یې سټرایک رېټ دی، یوه سلیزه او ۱۲ یې پنځوسیزې وهلي دي.
۲۱۰ یې څلوریزې او ۵ یې شپږیزې وهلي دي.
په ۶ ټېسټ لوبو کې یې ۱۸۱ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۴۳ دي.
اوسط یې ۱۶ اعشاریه ۴۵ دی، سټرایک رېټ یې ۵۶ دی.
۳۳ یې څلوریزې وهلي او کومه شپږیزه یې په ټېسټ لوبو کې نه ده وهلې.
افغان کرکټ بورډ ولې کمزورو لوبغاړو سره د روزونکو په توګه قرارداد کوي؟
افغان کرکټ بورډ ځکه له کمزورو لوبغاړو سره قرارداد کوي، چې مشهور او وړ لوبغاړي د روزونکي په توګه لومړی افغانستان ته نه راځي او که راځي هم هغوی بیا په لکونو ډالر غواړي.
نو ځکه افغان کرکټ بورډ د بودجې د نشتون له امله کمروزو لوبغاړو سره موافقه کوي.
خو د دې کوچ یوه خوبایي دا کېدای شي، چې افغان لوبډله له پاکستان سره په سریلانکاکې لوبې لري، نو دا کوچ هم د سریلانکا دی او کولای شي په ښه ډول رهبري وکړي او لوبغاړي مثبتو نقاطو ته تشویق کړي او تېروتنې یې اصلاح کړي.
مخکې تر مخکې یې باید کنډېشن ته متوجه کړي او بالاخره د لوبغالي په اړه ورته درست معلومات ورکړي.