د افغان ظاهر خان ځای ډک شو، راجستان یې پر ځای نیوزیلنډی ونیو

سپینه تجريدي ډیزاین

راجستان رایلز د افغان ظاهر خان پر ځای نیوزیلنډی لوبغاړی خپل کړ 

 د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې لوبیدونکې راجستان رایلز لوبډلې د افغان لوبغاړي ظاهر خان پر ځای نیوزیلنډې بالر ایس سودي غوره کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په ټیسټ سیالیو کې لوبیدونکی لوبغاړی ظاهر خان، چې د خپلې توپ اچونې د اندراز له کبله په چاینه مین مشهور دی، دوه ورځې وړاندې د خپلې لوبډلې راجستان رایلز د سیالیو وړاندې به تمریناتي کیمپ کې ټپي شو، چې ورته د ۴ اونیو لپاره ارم ورکړل شو.

ظاهر خان د خپلې فیسبوک پاڼې څخه په یوې ویډیو کې خو د بیرته لوبیدو په اړه یې هم څه نه و ویلي.

د اي پي ایل سیالیو رسمي ویب پاڼې خبر ورکړ، چې د ټپي ظاهر خان پر ځای یې اوس د نیوزیلینډي سپین بالر ایس سودي سره تړون کړی دی او په راتلونکو سیالیو کې د لوبیدو په موخه به هندوستان ته سفر وکړي.

د راجستان رایلز لوبډلې د نیلامۍ پر مهال افغان لوبغاړی ظاهر خان د ۶۰ لکه هندۍ کالدارو په بدل کې خپل کړی و، خو اوس نوموړی د اوږې د ټپ له کبله بیرته د سیالیو څخه بهر شو.

ظاهر خان وروسته له هغې د هندوستان اي پي ایل ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو ته غوره شو، چې د بنګله دیش بي پي ایل او د (ټي ټین) ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې راڅرګند شو.