افغان حکومت وایي د طالبانو نور بندیان به خوشي نه کړي.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن رسنیو ته ویلي افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کولو خورا ترخه تجربه لري.
د هغه په وینا افغان حکومت د سولې او ثبات د راتګ په نیت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو دې مسئلې نه یوازې دا چې جګړې کمې نه کړې بلکې لا یې اوږدې کړې.
وحید عمر ویلي طالبان دا ځل د بندیانو د خوشي کولو لپاره هېڅ راز دلیل او توجیه نه لري ځکه دغه ډلې یې پر ژمنو عمل نه دی کړی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ویل کېږي طالبانو له امریکا د بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
سرچینو ویلي چې طالبان له امریکا سره د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوښې پرته د بندیانو پر خوشي کولو هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دي.
بل خوا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که طالبان د ملکي کسانو مرګژوبله او تاوتریخوالی ونه دروي د بندیانو ژوند به یې د سولې د خبرو په اجنډا کې شامل شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، که وسلهوال طالبان د ملکي کسانو وژلو، د مدني ټولنو د غړو د وژلو، د خبریالانو د وژلو، او په ټوله کې تاوتریخوالی ختم نه کړي اوس د طالبانو په اجنډا کې د زندانیانو خلاصېدل شامل دي که طالبان له دې کارونو لاس وانخلي په اجنډا کې به یې د زندانیانو ژوند شامل شي.
هغه خبرداری ورکړ که طالبان له یادو کارونو لاس وانخلي بیا به د سولې په خبرو کې د زندانیانو په خلاصون بحث نه کېږي بلکې د هغوی په ژوند به بحث کېږي چې هغه اعدام شي او کنه.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د دې پر ځای چې افغان دولت طالب زندانیان خوشي کړي باید هغه اعدام کړي.
د نوموړي د دې څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که افغان حکومت دا کار وکړي دوی به په نورو بدیلو لارو لاس پورې کړي.