د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کورني کرکټ «APL» یا افغان پریمېیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو د ډرافټ یا خرڅلاو لړۍ نن ترسره شوه، چې پکې لوبغاړي په ۶ کټه ګوریو کې ویشل شوي وو.
د لوبغاړو د خرڅلاو په لړۍ کې د «آيکن، ډایمنډ، ګولډ، سلور، اسوشېیټ او ایمرجینګ» کټه ګورۍ ځانګړې شوې وې، چې پکې د آیکن کټه ګورۍ لپاره یو لک امریکايي ډالر، ډایمنډ کټه ګورۍ کې د افغان لوبغاړو لپاره ۶۰ زره او بهرنیو لوبغاړو لپاره ۷۵ زره امریکايي ډالر، د ګولډ کټه ګورۍ کې د افغان لوبغاړو لپاره ۴۰ زره او بهرنیو لوبغاړو لپاره ۵۰ زره امریکايي ډالر، د سلور کټه ګورۍ کې د افغان لوبغاړو لپاره ۲۰ زره او بهرنیو لوبغاړو لپاره ۳۰ زره امریکايي ډالر، د اسوشېیټ کټه ګورۍ کې د ۱۵ زره امریکايي ډالر او د ایمرجینګ کټه ګورۍ کې د افغان لوبغاړو لپاره ۱۰ زره امریکايي ډالر قیمت ټاکل شوی و.
41438408 2187783178142935 3684512311340433408 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول
په لمړي قیمتي کټه ګورۍ کې بلخ لوبډلې ویسټ انډیز کریس ګیل، کندهار لوبډلې نیوزیلینډي برینډن مکلم، پکتیا لوبډلې پاکستانی الراونډر شاهد خان افریدي، ننګرهار لوبډلې ویسټ انډیزی انډریو رسل او کابل لوبډلې افغان راشد خان د یو لک امریکايي ډالرو په بدل کې خپل کړل.
41416305 2187786804809239 5746036990684430336 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول
که څه هم په دغه لیګ کې د مینه والو لپاره د لوبډلې ټاکنه اسانه خبره ده، خو د ګټونکې لوبډلې په اړه هیڅ نشي ویل کیدای، ځکه چې په هره لوبډله کې مشهوره بهترین لوبغاړي واخیستل شول.
41452257 2187783918142861 5055643331682369536 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول
بلخ لوبډله د کریس ګیل، محمد نبي، کولین مونرو، کامران اکمل، محمد عرفان، کابل لوبډله د راشد خان، کولین اینګرام، لوکي رانچي، سهیل تنویر، حضرت الله ځاځی، کندهار لوبډله د برینډن مکلم، اضغر افغان، سیم بیلینګز، پال سټیرلینګ، کریم صادق، ټایمل میلز، وهاب ریاض، پکتیا لوبډله د شاهد افریدی، محمد شهزاد، کیمرون ډیلپورټ، لوکي رایټ، سمیع الله شینواري، کریس جورډن او ننګرهار لوبډله د ویسټ انډیزي الراونډر انډري رسل، اسټرالوي بین کټینګ، تمیم اقبال، میچل میکلینګن، محمد حفیظ، شفیق الله شفق او مجیب ځدران په څیر لوبغاړي په خپل ترکیب کې لري.
41393509 2187784618142791 7775422245068865536 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کورني کرکټ افغان غوره لیګ په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل کیږي.
په دغه لیګ کې به ټولې ۲۳ لوبې ترسره شي او د ۱۷ ورځو دوام وروسته به د همدغه میاشتې په ۲۱ مه نیټه پای ته ورسیږي.
41440974 2188001301454456 3123359367940800512 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول 41450635 2188003711454215 8966379705171181568 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول 41471183 2188002701454316 2139918531259531264 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول 41522495 2188004914787428 7703114297387253760 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول 41575502 2187997654788154 9145754002061787136 n د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو نیلامي-۵ لوبغاړي پکې په لوړ قیمت وپیرل شول