د افغانستان ظاهر خان بخت کار ونه کړ؛ له «IPL» بهر شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټيسټ او د کورني کرکټ په سیالیو کې لوبیدونکی لوبغاړی، چاینه ماین ظاهر خان، چې د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) سیالیو کې د ګډون په موخه هندوستان ته تللی و، خو د ټپي کیدو له کبله بیرته هېواد ته را ستنیږي.
د ملي لوبډلې دې لوبغاړي د خپلې فیسبوک پاڼې څخه په ویډیوي مرکه کې خبر ورکړ، چې په تمریناتي کیمپ کې د اوږدې د ټپي کیدو له کبله په دغه سیالیو کې اوس ګډون نشي کولی.

نوموړي ویلي، د ډاکټرانو د لارښونې سره سم د ۳ څخه تر ۴ اونیو پورې به لوبې ترسره نشي کړی او د سبا لوبې وروسته به کابل ته را ستون شي.
ظاهر خان د ټولو هېواد والو څخه بښنه غوښتې، چې په دغه سیالیو کې د ټپي کیدو له کبله اوس ګډون نشي کولی، خو دا یې هم ویلي، چې که ژر جوړ شي، نو بیرته به هندوستان ته سفر وکړي.
ظاهر خان دا خبرې په خپل دې فیسبوک لایف ویډیو کې کړي؛
https://www.facebook.com/zahirkhanpakteen/videos/1687333684686830/
د هندوستان د کورني کرکټ (اي پي ایل) سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې ظاهر خان د نیلامۍ پر مهال په ۶۰ لکه هندۍ کالدارو سره د لوبیدو په موخه خپل کړی و او د سیالیو تمریناتي کیمپ کې د ګډون په موخه نوموړی هندوستان ته رسیدلی و.

ظاهر خان دا هم ویلي دي، چې لا معلومه نه ده، چې بیرته به د سیالیو د ترسره کیدو په موخه هندوستان سفر وکړي او که پر ځای به یې بل کوم نوی لوبغاړی دغه لوبډله را وغواړي.