د مسئولینو په خبره د افغانستان د موتای ملي ټيم د آسیا په اتلولۍ سیالیو کي د ګډون په موخه پرون یکشنبه متحده عربي آماراتو ته ولاړ.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي د موتای د آسیا اتلولۍ لوبي نن د ډیسمبر په ۱۶مه پېلیږي او تر ۷ ورځو دوام وروسته د رواني ډیسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه پای ته رسیږي.
یاده کمېټه وايي، چي په دې سیالیو کي به له افغانستان ۷ لوبغاړي، چي نارینه او ښځینه دواړه دي په بیلابیلو وزنونو کي د بیلابیلو هیوادونو سره ولوبیږي.
یادو ۷ لوبغاړو کي ۴ نارینه او ۳ بیا ښځینه دي.
د هغه ترڅنګ د یادو لوبغاړو سره دوو لوبڅارانو او یوه بیا روزونکي ګډون کړی.
د آسیا اتلولۍ لوبي د آسیا د ۳۵ هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي د یادو هیوادونو څخه ۳۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.
دا لوبي به د متحده عربي آماراتو په ابوظبۍ ښار کي ترسره سي.
د افغانستان د موتای ملي لوبډلي متحده عربي آماراتو ته تر سفر مخکي پرون یکشنبه د المپيک د ملي کمېټې د مسئولینو سره ولېده. هغوی افغان لوبغاړو ته په یادو سیالیو کي د ښه لوبېدو هیله وښوده.
د موتای په تیرو آسیایي سیالیو کي، چي د آذربایجان په کورتبوب ترسره سوې، افغانانو پکښي ۶ مډالونه خپل کړي وه. یادو مډالونو کي ۴ د سرو زرو او ۲ بیا د برنزو وه.