د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قریشي وروستيو څرګندونو ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سخت غبرګون ښودلی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستياله وايي، د دې پرځای چې پاکستان د امريکا له نوي حکومته وغواړي چې د افغانستان د سولې پروسه کې د ټرمپ لاره تعقيب کړي له طالبانو دې خپل ملاتړ ودروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د امریکا نوی حکومت دې له طالبانو سره شوې هوکړې ته احترام وکړي او دغه هوکړه دې پرځای کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، د امریکا نوی حکومت باید د طالبانو سره شوې هوکړه عملي کړي او په وینا یې د بایډن حکومت دې د افغان سولې په پروسه کې مهم رول ادا کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، د جوبایډن حکومت دې د تېر په څېر له افغانستان د خپلو سرتېرو وتلو ته دوام ورکړي او امریکا دې دغه فرصت له لاسه نه ورکوي.
په ورته وخت کې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان هم له طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی، نوموړي ویلي، امریکا باید دې ته اجازه ورنکړي چې افغانستان یوځل بیا د تروریزم پر مرکز بدل شي او د نورو هېوادونو لپاره ګواښ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو په تېره فبروري میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې امریکا په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتېري له افغانستان باسي او طالبان به په همدې موده کې پر امریکایي سرتېرو بریدونه نه کوي.
دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې د افغان سیاسیونو په باور لاهم پاکستان د ژمنو سره سره د افغان سولې پروسه کې مثبت رول نه دی لوبولی.
دوی وایي پاکستان د تېر په څېر افغان سولې ته ژمن نه دی او بیا هم دوه مخی رول لوبوي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.