د پاکستان کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام په سیالیو کې د خپلې کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د ګډون او د افغانستان څخه د پرلپسې ماتو وروسته په لوبډله کې بدلون راوست.
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ، چې تیره میاشت د مالیزیا هېواد په کوربه توب د ۸ لوبډلو په ګډون سره ترسره شوې، پکې افغان لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته دوه ځلې سر په سر تاریخي ماتې ورکړې، چې د پاکستان د کرکټ مینه والو او مبصرینو توند غبرکون یې راوپاروو.
په دغه جام کې افغان لوبډلې په خپلې لمړۍ سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډله په ۵۷ منډو او په دویمه وروستۍ فاینل لوبه کې یې هم ۶۳ منډو وسوځوله او د دغه جام اتلولي یې خپله کړه.
د پاکستان کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې اوس د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه، چې پکې ۵ لوبغاړي په کور کیښنول شوی دي او پر ځای یې نوي لوبغاړي په لوبډله کې شامل شوي دي.
په اعلان شوې لوبډله کې د عمیر یوسف، عبداللہ شاہ، حماد خان، اضغر قریشي او حیدر علي پر ځای علي زریاب، عمران شاہ، حماد عالم، ارشد اقبال او محمد علي په لوبډله کې شامل کړي دي.
په نوې اعلان شوې لوبډله کې محسن خان، عمران شاہ، زید عالم، روحیل نذیر، محمد طحہ، حماد عالم، علي زریاب، سعد خان، ارشد اقبال، محمد علي، سلیمان شفقت، حسن خان، موسیٰ، شاهین شاہ او منیر ریاض ته ځای ورکړل شو دی.
د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه په نیوزیلینډ کې پیل کیږي، چې پکې افغانستان په (D) ګروپ کې د پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ کرکټ لوبډلو سره ځای لري.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به د جنوررۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه یو ځل بیا په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د پاکستانۍ لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته وځي؛ په داسې حال کې چې پاکستانۍ لوبډله لا د وړاندې د خپلو دوه وروستیو ترسره کړیو لوبو څخه د افغان لوبډلې پر وړاندې د پوره تاثیر لاندې ده.