د افغانانو لپاره یو بل ویاړ؛ راشد او مجیب د آسیا په غوره ټیم کې شامل شوي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ټاکل سوې د آسیا په سطحه ۱۱ کسیزه لوبډله په مارچ میاشت کي دوې شل آرویزه لوبي د نړیوالي ۱۱ کسیزي لوبډلي په وړاندي په بنګله دېش کي ترسره کړي.
دا دوې شل آوریزه لوبي د راتلونکي مارچ میاشتي په ۲۱تمه او ۲۲مه نېټه د بنګله دېش هیواد په ډهاکي ښار کي ترسره کیږي.
دغه شل اوريزې سیالۍ چې د شېخ مجیب الرحمان د سلمې زیږ کلیزې په ویاړ ترسره کیږي، چي هغه له پاکستانه ـ بنګله دېش ته آزادي ور په برخه کړې وه.
بنګله دېش غواړي د هغه سلمه کلیزه د نورو مراسمو ترڅنګ په یادو دوو شل آرویزه سیالیو سره هم ولمانځي.
بنګله دېش کرکیټ بورډ د سې شنبې په ورځ د نړیوالي لوبډلي په وړاندي خپله ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چي پکښي دوه افغان لوبغاړي مجیب الرحمن او راشدخان ارمان هم شامل دي.
په یاده لوبډله کي د افغانستان ترڅنګ د بنګله دېښ، هندوستان او سریلانکا لوبغاړي انتخاب کړل سوي، خو د پاکستان هیڅ لوبغاړی په دې لوبډله کي ندی انتخاب کړل سوی.
د یادي لوبډلي نوملړ په دې ډول دی:
کی ایل راهول، شیکر داون، تمیم اقبال، ویراټ کوهلي، لیتون داس، ریشب پانټ، مشفیق الرحیم، تیسارا پریرا، راشد خان، مستفیظ الرحمان، سنديپ لامیچین، لاسیت ملینګا، محمد شامي، کلديپ یادو او مجیب الرحمان.
87435971 10156995589217555 7516979481454575616 o د افغانانو لپاره یو بل ویاړ؛ راشد او مجیب د آسیا په غوره ټیم کې شامل شوي!
 
بلخوا د نړیوالې یوولس کسیزې لوبډلې مشري د سویلي افریقایي لوبغاړي فاف ډوپلیسي ده، ورسره به کریس ګیل، شیلډن کوټریل، نیکولس پورن، کرن پولارډ، الیکس هیلز، جوني بیرسټو، انډري ټای، میچل میکلنګن، لونګي اینګیډي، برینډن ټیلر او عادل رشید شامل دي.
87464514 10156995689577555 2286106736840409088 o د افغانانو لپاره یو بل ویاړ؛ راشد او مجیب د آسیا په غوره ټیم کې شامل شوي!