د اغېزمن او غوره ټولنيز شخصيت لپاره دا لس ګامه پورته کړئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
پرته له شکه يو هغه لامل چې د ژوندانه کيفيت يا څرنګوالی ښه کولی شي، هغه د ټولنيزو اړيکو پراخوالی او پرمختګ دی. په هغه ټولنه کې چې د ډېری خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو اړيکې د لاسي موبايل او يا هم د انټرنېټ له لارې رامنځ ته کېږي، نو د دې ډول اړيکو د پياوړتيا او منظموالي ته ژوره کتنه او غور پکار ده.
په دې برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو او حل لارو لپاره لاندې لارښوونې پلي کړئ:
۱- سلام اچول
هېڅوک د نه پېژندلو او نه معرفي کولو احساس نه خوښوي. که داسې برخورد له چا سره وشي، نو هغه د اړيکو د ټينګولو لپاره زړه نه ښه کوي. سلام اچول د دې ستونزې د هوارۍ لپاره ترټولو غوره لار ده. يو ساده سلام اچول او لاس ورکول يا روغبړ کول کولی شي چې د شک او ناباورۍ فضا له منځه يوسي او د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد چاپېريال رامنځ ته کړي. په همدې اساس د اسلام مبارک دين کې هم په سلام اچولو ډېر ټينګار شوی دی.
۲- په خبرو اترو کې ګډون کول
هغه کسان چې غواړي د دوو يا څو کسانو ترمنځ د خبرو اترو په جريان ځان خبر کړي، غوره لار يې دا ده چې د هغوی په خبرو کې ګډون وکړي. ځيني کسان طبيعتا شرمېږي او تل يې هڅه وي چې د خبرو کولو او بحث څخه ځانونه لرې وساتي. که دوه خواوې د خبرو د پيل لپاره تمايل ونه لري، نو اړينه ده چې بل اړخ بايد لاس پکار شي. د صميمي مکالمې د پيل لپاره لاندې ساده جملې کارولی شئ: ( څه حال لرې؟)، (په دې اړه څه فکر کوې؟)…
۳- رضاکاره کېدل
ځيني کسان دا غوره ګڼي چې کښېني او د نورو د فعاليتونو ليدنه وکړي. خپل ځان ته مو وخت ورکړئ ترڅو وړتياوې مو څرګندې شي، په داوطلبانه ډول ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه واخلئ او په هر کار کې چې تخصص يا وړتيا لرئ؛ په جرئت سره ور ودانګئ.
۴- مشوره وغواړئ
ډېری وخت، زياتره مغرور خلک په همغه لاره ځي چې خپله يې فکر کوي، سمه ده. خو د يو تجربه لرونکي همکار، کورنۍ او په اړينو حالاتو کې د يو مشاور څخه مشوره غوښتل؛ کولی شي چې تاسو ته يوه ښه او روښانه لاره دروښيي، ترڅو هېڅکله په خپلو کړنو پښېمانه نه شئ.
۵- ډلې يا ګروپونه
د مختلفو ټولنيزو ډلو سره يوځای کېدل، کولی شي چې ټولنيزې اړيکې مو پياوړې کړي. د بېلګې په ډول، خيريه ټولنې، د چاپېريال ساتنې بنسټونه، علمي، ادبي، کلتوري، ورزشي، هنري او داسې نور ګټور بهيرونه.
۶- خپلې دښمنۍ مو په دوستۍ واړوئ
يوه مشهوره وينا ده چې وايي: د يو دښمن لرل ډېر او د زرو ملګرو لرل کم دي. په همدې اساس څومره چې کولی شئ خپلې دښمنۍ په دوستۍ واړوئ. د ډېری اختلافاتو لامل ښايي يو عادي سوءتفاهم وي، چې په بښنې غوښتلو او يا هم په يوې وړې ډالۍ سره یې په دوستۍ اړولی شو.
۷- مودبه واوسئ
د خلکو سره ستاسو برخورد او کړنې، د هغوی په ذهن کې ستاسو د شخصيت په انځورولو ډېر اغېز لري. د يو دوستانه خدمت څخه وروسته يوه ساده (مننه) کولی شي چې ستاسو د ملګرتيا مزي لا غښتلي کړي. هېڅکله د مودبانه جملو د ويلو څخه ډډه مه کوئ، حتی تر ټولو نږدې ملګري يا ملګرې ته مو.
۸- خوشبين واوسئ
په معمول ډول هرڅوک ځانته ځانګړی ښه ليد (خوشبينه) يا منفي ليد (منفي بين) شخصيت لري. هر څه ته له مثبت اړخ څخه وګورئ، د دې خبرې مانا دا نه ده چې که يو څه منفي يا غلط هم وي؛ تاسو دې ورته سم ووايئ. مثبت ليد ولرئ.
۹- په ځیر سره لیدل وکړئ
زمونږ په شاوخوا کې تل هرڅه د بدلون په حال کې دي. کله مو چې يو ملګري ته واياست، چې تغيير شوی/شوې يې، وېښته دې ښايسته يا ډېر شوي او څومره ښه درسره ښکاري؛ نو هغه ته خپله مينه او علاقه څرګندوئ. د تغييراتو د ليد لپاره زيرتيا يا دقت ډېر ارزښت لري.
۱۰- رښتيني واوسئ
د ټولنيزو اړيکو په پياوړتيا کې هېڅ څه نشي کولی چې د رښتينولۍ يا صداقت په څېر ستاسو اړيکې غښتلې کړي، يو کوچنی دروغ ښايي ستاسو په اند ډېر عادي وي؛ خو کولی شي چې ډېر لوړ اعتمادونه په بې اعتمادۍ واړوي.