د اسټرالیا وروستۍ پنځه لوبلړۍ او ناکامي یې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې په دې وروستیو کې خپلې کمزورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا لوبډله اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې شپږم مقام کې ده او بنګله دېش ته د لوبو په بایللو سره یې وضع لا خراب شو.

 

د اسټرالیا پنځه لوبلړۍ او ماتې یې

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یې له بنګله دېش څخه د پنځه شل اوریزو لوبو په لړ کې ماته وخوړله.

درې لومړنۍ لوبې بنګله دېش په پرله پسې ډول وګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.

څلورمه لوبه د تېرې شنبې په ورځ د اګسټ په ۷ مه اسټرالیا په شین زور وګټله.

دې لوبه کې هم بنګله دېش اسټرالیا ته ۱۰۴ منډې هدف ورکړی، چې اسټرالیا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په نولسم اوور کې پوره کړ.

دې کې هم ډېر لاس د ډانېئل کرېسچېن و، هغه په څلورم اوور کې په شکېب الحسن پنځه شپږیزې ووهلې او یواځې څلورم توپ ترې مِس شو.

کرېسچېن په ۱۵ توپونو د ۵ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۳۹ منډې وکړې، چې د اسټرالیا لپاره تر ټولو لوړې وې.

شکېب الحسن په ۴ اورونو کې ۵۰ منډې ورکړې او د وېکټې په ارمان له لوبغالي ووت.

دواړه لوبډلې وروستۍ لوبه د دشنبې په مازیګر ۴ نیمې بجې پیلوي.

australia.JPG

له بنګله دېش وړاندې ویسټ انډیز ته د پنځه لوبو لوبلړۍ بایلل

له بنګله دېش وړاندې د اسټرالیا لوبډله ویسټ انډیز کې وه، هلته یې پنځه شل اوریزو لوبو کې ستره ماته وخوړه.

دې لوبډلې لوبلړۍ څلور د یو پر وړاندې ویسټ انډیز ته وبایلله او له ویسټ انډیز څخه نهیلې بنګله دېش ته ولاړه.

 

د نیوزیلېنډ پر وړاندې بایلل

له ویسټ انډیز وړاندې د اسټرالیا لوبډلې له نیوزیلېنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې وکړې، چې درې د دوه پر وړاندې یې له نیوزیلېنډ څخه ماته وخوړه.

 

له هندوستان څخه یې ماته

اسټرالیا، هندوستان کې هم شل اوریزې لوبې وبایللې، د درې لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې هند وګټله.

او د کال په سر کې یې د انګلستان پر وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې ماته خوړلې وه.

انګلستان دوه د یو پر وړاندې ماته ورکړې وه.

نو اسټرالیا له ۲۰۲۰ کال له وروستیو تر دې دمه ۵ شل اوریزې لوبلړۍ بایللي دي، چې د بنګله دېش پر وړاندې یې بایللو نړۍ حیرانه کړه.

 

د بنګله دېش راتلونکې لوبې

د بنګله دېش کرکټ لوبډله په خپل کوربتوب له نیوزیلېنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

دا لوبې د سټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره کېږي.

له دې وړاندې د بنګله دېش لوبډله نیوزیلېنډ ته تللې وه، چې خالي له نیوزیلېنډ څخه راستنه شوې وه.