د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پای لوبه کې اسټرالیاوي الراونډر شین روبیرټ واټسن د چینايي سوپر کینګز لوبډله په خپلې بهترینې نه تسلیمیدونکې لوبې ترسره کولو سره د دریم ځل اتلولۍ ګټلو مقام ته ورسوله.
د پای لوبه کې دواړه سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د چینايي سوپر کینګز خلاف د لوبې ډګر ته ولاړه، چې پکې حیدر اباد لوبډلې د خپلو ۵ لوبغاړو د سوځیدو وروسته د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د لوبډلمشر کین ویلیمسن د ۴۷ او یوسف پټان د ۴۵ زیاتو منډو جوړولو پر مټ مقابلې چینايي لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.
چینايي لوبډلې ته د اتلولۍ خپلولو په موخه اسټرالوي شین واټسن او افریقايي فاف ډوپلیسیز د توپ وهنې پیل وکړ، خو په لمړیو کې لوبدله د ستونزو سره مخ وه.
اسټرالیاوي شین واټسن د لوبې تر وروستیو شیبو پورې مقاومت وکړ او د ۵۷ بالونو لوبولو سره یې د ۱۱۷ ناسوځیدلو منډو جوړولو سره خپلې لوبډلې ته ستره بریا ورکړه.
په دې بریا سره چینايي لوبډلې د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم ځل اتلولي خپله کړه.
د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالو یولسم پړاو لوبې د تیرې اپریل میاشتې د ۷ مې نیټې څخه پیل شوې وې، چې پکې چینایي د لمړي، حیدر اباد دویم، کلکتې دریم، راجستان څلورم، ممبيي پنځم، بنګلور شپږم، پنجاب اووم او ډهلي لوبډلې د وروستي اتم مقام په خپلولو سره د یولسم پړاو لیګ سیالۍ پای ته ورسولې.
د دغه لیګ سیالیو په ۱۰ پړاونو کې تر دې وړاندې ۳ ځل ممبيي، دوه ځلې چینايي، دوه ځل کلکتې لوبډلو تر نورو زیاتې اتلولۍ خپلې کړې وې، خو د یولسم پړاو اتلولۍ په ګټلو سره چینايي لوبډله د ممبيي لوبډلې سره برابره شوه.