د اروپا په اړه څو په زړه پورې ټکي چې تر اوسه به ډیر افغانان پرې نه پوهیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
اروپا د غربي يا لويديځې نړۍ د تمدن زانګو او د مختلفو فرهنګونو درلودونکې لویه وچه ده.
د دې لويې وچې په فرهنګي ځانګړنو پوهېدل ښايي ټولو ته زړه راښکونکي وي. ډېر خلک دا هيله لري چې اروپا ته په سفر ولاړ شي، مونږ اکثرا د اروپا په اړه يواځې دومره مالومات لرو چې هغه يوه پرمختللې او مډرنه قاره ده، خو دا ښېرازه او ښکلې سيمه ډېرې نورې ځانګړنې هم لري چې غواړو په دې مقاله کې يې تاسو سره شريک کړو:
د اروپا جغرافيوي موقيعت
اروپا د نړۍ دويمه وړه قاره او وروسته له اسيا او افريقا څخه د نړۍ درېيمه پرنفوسه لويه وچه ده، د دې براعظم ټول حمعيت تقریبا ۸۷۵ ميليونه کسانو ته رسېږي، چې د نړۍ ۱۱ سلنه نفوس تشکيلوي. که څه هم روسيه د اروپا تر ټولو لوی هېواد ګڼل کېږي، خو ښايي دا خبره ناسمه وي، ځکه د روسيې يوڅه برخه په اسيا کې موقيعت لري. دا براعظم د ۵۰ مختلفو هېوادونو درلودونکی دی چې، مسکو او لندن يې نوموتي ښارونه شمېرل کېږي.
د اروپا تاريخي بهير
که څه هم د اسيا او اروپا ترمنځ هېڅ ځمکنی بېلوالی نشته، خو سياسي پېښو چې تل يې اروپا کې اساسي رول لوبولی دی؛ اروپا يې د يوې بېلې لویې وچې په صفت پېژندلې ده. هغه پېښې چې په اروپا کې رامنځ ته شوي، د لوېدځې نړۍ اساس ګرځېدلې دي. د پخواني يونان مهمو پېښو تل پر لوېديځې نړۍ خپل اغېر پريښی دی.

د اروپا کلتوري بهير
اروپا د د ځانګړي فرهنګ درلودونکې ده، هغه ژبې چې اروپا کې پرې خبرې کېږي؛ په درې څانګو وېشل کېږي: لاتيني، جرمني او اسلاوي ژبې. نورې پاتې ژبې هم په همدې درې برخو پورې اړوند دي. پرته د اتريش او او يوګوسلاويا څخه د اروپا نور ټول هېوادونه د خپلو هېوادونو په نامه ژبې لري، د اتريش رسمي ژبه الماني او د يوګوسلاويا هېواد رسمي ژبه صربي – کرواتي ده.
د دې براعظم اصلي مذهب مسيحيت دی او په اروپا کې درې ډوله مختلفې کليساوې شتون لري: کاتوليک، پروتستات او ختيځ ارتودکس.
د يوروپ یا اروپا هر هېواد ځان ته ځانګړي خواړه لري او په ځينو هېوادونو کې يې خواړه ورته والی لري.
د اروپا په اړه څو جالب ټکي:
– واتیکان د نړۍ يوازينی هېواد دی چې د يونسکو په نړيوال ميراثي لېست کې ثبت دی.
– په تېرو ۲۰ کلونو کې د پيدايښت او مړينې د اندازې په ثابتوالي سره، د اروپا نفوس ثابت او په يو حالت کې دی.
– په اروپا کې درې زماني سيمې شتون لري: د لوېديځې اروپا زماني سيمه، د ختيځې اروپا زماني سيمه او د مرکزي اروپا زماني سيمه.
– د اروپا په اړه بل جالب ټکی دا دی چې، د دې براعظم ۱۲هېوادونو په ۲۰۰۲ کال کې د يورو په نامه واحده پولي کرنسۍ غوره کړه، چې په ۲۰۰۴، ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو کې يو شمېر نور اروپايي هېوادونه هم دې لړۍ سره يوځای شول.
– يواځينی ښار چې په دوو براعظمونو کې موقيعت لري، استانبول دی، چې د بسفر په په سيمه کې دواړه براعظمونه سره يوځای کوي او هم د اسيا او هم د اروپا برخه ګڼل کېږي، په همدې اساس کله ناکله داسې ويل کېږي: (که غواړې د سهار خواړه په اروپا او د شپې ډوډۍ دې په اسيا کې وخورې، بايد په استانبول کې وې)
– په اروپا کې درې هېوادونه دي چې د نومونو پيل يې په يوه توري کېږي: ايسلنډ، ايټاليا او ايرلنډ.
– ښايي دا درته جالبه وي، د جرمني هېواد ۹ ګاونډيان لري: سويس، هالنډ، لهستان، ‌ډنمارک، فرانسه، لوکزامبورګ، اتريش، بلجيم او د چک جمهوريت.
سرچينه: buzzle.com