د آزادي مبارزې یوه افغان لوبغاړي بلاروسي سیال ته ماته ورکړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
عبدالودود د افغانستان د آزادي مبارزې یو تکړه افغان لوبغاړی دئ، چي د بي ایف سي په سیالیو کي ئې د بلاروس هیواد تکړه لوبغاړي میخایل بندر ته ماته ورکړه.
دا لوبه د BFC سیالیو یوه برخه وه، چي د بلاروس هیواد په مینسک ښار کي ترسره سوه.
دې دواړو لوبغاړو په ۷۷ کیلو ګرام وزن کي سیالي ترسره کړه، چي عبدالودود په بېلابیلو حرکتونو سره یاد بلاروسي لوبغاړي ته ماته ورکړه.
70962483 1587369728054670 9030453655085514752 n 660x330 1801281876250187035311 د آزادي مبارزې یوه افغان لوبغاړي بلاروسي سیال ته ماته ورکړه
دا لوبه په داسي مهال ترسره سوه، چي د آزادي مبارزې یو بل افغان لوبغاړی سیر بهادرزاده د رواني سپټمبر میاشتي په ۲۸مه نېټه د اتریشي سیال، چي په اصل کي د روسیې هیواد دی لوبیږي.
1647476 د آزادي مبارزې یوه افغان لوبغاړي بلاروسي سیال ته ماته ورکړه
د سیربهادر زاده یاد اتریشی سیال اسماعیل نوردیف نومیږي، چي د یاد هیواد ډېر تکړه لوبغاړی دئ.
د بهادر زاده او نوردیف ترمنځ دا لوبه د آزادي مبارزې د یوه وتلي سازمان(UFC) له جملو څخه یوه لوبه ده.
دا لوبه د ESPN په نوم یو نړیوال ورزشي چینل په ژوندۍ بڼه خپروي.
بلخوا بیا د دې لوبي یو بل تکړه افغان لوبغاړی بازمحمد مبارز هم په یوه چلینجي لوبه کي روانه میاشت د روسي لوبغاړي کاناکوف سره لوبیږي.
baz mohammad mobariz1914977112134735598328415250790376776789 د آزادي مبارزې یوه افغان لوبغاړي بلاروسي سیال ته ماته ورکړه
د افغانستنان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز څه موده مخکي د روسیې هیواد تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف ته د لوبېدو چلینج ورکړی وو، چي هغه هم ومانه او اوس دا دواړه لوبغاړي د رواني سپټمبر میاشتي په ۲۷تمه نېټه سره لوبیږي.
مبارز وروسته له هغه دې قوي لوبغاړي ته چیلینج ورکړ، چي دې لوبغاړي دوه افغانان احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي ته ماته ورکړه.
اوس دې افغان لوبغاړي دې سختي لوبي ته په ټایلینډ هیواد کي تمرینونه پيل کړي او په بېلابېلو سختو تمرینونو بوخت دئ.
ټاکل سوې د مبارز او کاناکوف ترمنځ دا لوبه په نړیوال سازمان MMA یا ACA کي ترسره سي.
د روسیې هیواد تکړه لوبغاړی دینیس کاناکوف د ډېرو بریاوو په خپلولو سره د آزادي مبارزې قهرمان لوبغاړی پېژندل سوی.
افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز ویلي، چي کاناکوف ته به په خپل کور کي سخته ماته ورکړي او د احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي غچ به له دې روسي لوبغاړي څخه واخلي.