دویم پړاو مذاکرات؛ د افغان مذاکراتي پلاوي سفر سبا ورځ ته وځنډید

سپینه تجريدي ډیزاین

 
ټاکل شوې د افغانستان مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره سبا دوحې ته لاړ شي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن ماسپښین دوحې ته روان شي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ دغه سفر د سبا سهار لپاره ځنډېدلی او ټاکل شوې یاد پلاوی سبا دوحې ته روان شي.
بلخوا د دویم پړاو پر مذاکراتو اندېښنې او پر پیلېدو یې شکونه موجود دي، د افغان حکومت ځینې چارواکي وایي، چې دغه مذاکرات به پر ټاکلي وخت پیل نه شي، خو د مذاکراتي پلاوي غړي بیا ډاډ ورکوي چې مذاکرات به په ټاکلي وخت په ټاکلي ځای کې پېلېږي.
د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فاطمې ګېلاني رسنیو ته وویل، ډاډه ده چې مذاکرات به پر ټاکلي وخت او ټاکلي ځای پیلېږي، د هغې په وینا کوم دلیل نشته چې له مخې یې دغه مذاکرات وځنډول شي او د دواړو لورو ترمنځ پر دغه نېټه توافق شوی چې باید پر همدې نېټه بېرته پیل شي.
په ورته وخت کې د افغانستان مذاکراتي پلاوي تېر ماښام له ولسمشرغني سره هم کتلي او د تېرو کړنو په اړه یې معلومات او د راتلونکو په اړه یې سلا مشورې او خپل پلانونه ورسره شریک کړل.
په دې کتنه کې ولسمشرغني مذاکراتي پلاوي ته وویل، دغه پلاوی د افغان حکومت بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري، دوی باید په مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو له حقوقو دفاع وکړي او په خبره یې مذاکرات باید د اساسي قانون پر بنسټ مخته ولاړ شي.
دغه راز ویل کېږي په دویم پړاو مذاکراتو کې به افغان پلاوی د اوربند غوښتنه وکړي خو د طالبانو مذاکراتي پلاوي لا تراوسه د دویم پړاو مذاکراتو باندې کومه تبصره نه ده کړې او له رسنیو سره یې د خپل سفر په اړه هیڅ هم نه دې ویلي.
خو ددې هر څه سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا په تازه څرګندونو کې د سولې خبرې یو ښه پرمختګ بللی او پر خپل ټوېټر یې لیکلي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د دوی هېڅ سرتېری نه دی وژل شوی.
د پمپیو دې څرګندونو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او مشرانو جرګې غبرګونونه راپارولي دي.
د افغان ولس یواځینۍ غوښتنه له طالبانو په بین الافغاني مذاکراتو کې د اوربند د کولو ده خو طالبانو تر اوسه د اوربند خبره نه ده منلي.
دا چې دوهم پړاو خبرو کې څه کیږي او په کومو خبرو عمل کیږي راتلونکی به یې ځواب کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي