د ۲۰۲۰م کال د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام څخه غوره ۱۱ کسیزه ټیم اعلان سو، چي پکښي دوه افغان لوبغاړي ابراهیم ځدران او شفیق الله غفاري هم انتخاب کړل سوي.
په یاده لوبډله کي درې ـ درې لوبغاړي د بنګله دېش او هند، دوه لوبغاړي د افغانستان، دوه لوبغاړي د ویسټ انډیز او یو لوبغاړی بیا د سریلانکا د لوبډلي څخه شامل دي.
دا ۱۱ کسیزه ټیم په دې ډول دئ:
یسشوي جېسوال، ابراهیم ځدران، رویندو رسانتا، محمود الحسن جوی، شهادت حسین، نیم یانګ، اکبر علي، شفیق الله غفاري، روي بشنوي، کارتیک تیاګي او جایډن سېلز شامل دي.
محمود الحسن جوی، شهادت حسین او اکبر علي د بنګله دېش ۱۹ کلني ملي لوبډلي.
یسشوي جېسوال، روي بشنوی او کارتیک تیاګي د هندوستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي.
ابراهیم ځدران او شفیق الله غفاري د افغانستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي.
نیم یانګ او جایډن سېلز د ویسټ انډیز ۱۹ کلني ملي لوبډلي.
او رویندو رسانتا بیا د سریلانکا ۱۹ کلني ملي لوبډلي لوبغاړی دئ.
د یادي ۱۱ کسیزي لوبډلي ترڅنګ بیا د لوبډلي لپاره دوولسم لوبغاړی هم ټاکل سوی، چي هغه د کاناډا اکیل کمار دئ.
یادو لوبغاړي په تېر ۱۹ کلن نړیوال جام کي هر یوه له ځانه پوره وړتیا نړیوالو ته ښودلې او په همدې اساس دا لوبغاړي ټاکل سوي.
په افغان لوبډله کي ابراهیم ځدران او شفیق الله غفاري هغه لوبغاړي وه، چي یو ئې په توپوهنه او بل ئې بیا په توپ اچونه کي خورا ښه وځلېدل او د نړیوالو پام ئې ځان ته راواړاوه.
ابراهیم ځدران هغه لوبغاړ دئ، چي د نړیوال جام په ۵ لوبو کي ئې ۲۴۰ منډي جوړي کړې او غفاري بیا په ۵ لوبو کي ۱۶ ویکیټي واخیستې او درې ځلي د لوبي غوره لوبغاړی راغی.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د تیري یکشنبې په ورځ د بنګله دېش ۱۹ کلني ملي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
بنګله دېش په پایلوبه کي هند ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره ئې د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه.