ژباړه: حماد هلال
مېرمنې او سړیان د طلاق لپاره بېلابېل دلایل لري، خو څېړنې ښايي چې ځینې مېرمنې شته په یو ځانګړي دلیل ډېر او زر طلاق اخلي.
هغه مېرمنې چې د مېړه په پيسو او شمتمنۍ تمرکز لري، ډېر طلاق اخلي
ډېری خلک په دې باور دي، چې پیسي کولی شي ټولې ستونزې حل کړي، خو کله چې د واده خبر منځ ته راځي دا به رښتیني نه وي. څېړونکو د واده مختلف اړخونه څېړلي او دې پایلې ته رسیدلي، چې پیسې کولی شي په واده کې مرسته وکړي؛ بلکې کولی شي ډېر وختونه ضررناک هم اوسي او په ځانګړې توګه هغه وخت چې د یوې مېرمنې فکر پیسو ته وي.
تاسو څه فکر کوئ، چې دا څنګه پېښېږي؟
د دې سوال ځواب لپاره څېړونکو د ژوند له بېلابېلو ډولونو ۳۰۰۰ جوړې د څېړنې لاندې نیولې، د واده مراسمو په ګډون، حقوق، مذهب، ظاهري ارزښت او نور مواردو یې څېړلي. همدارنګه د دې خلکو د طلاق لوی لامل یې هم څېړلی او متوجې شوي، چې شتمنۍ د دې خلکو په طلاق کې مهم رول لرلی.
هغوی دې پایلې ته رسیدلي، هغه خلک چې په پيسو ډېر تمرکز لري په دوی کې د طلاق احتمال ډېر دی. د مالي ثبات په لرلو خلک کولی شي، چې سالم واده ترسره کړي، خو په پیسو ډېر تمرکز هغوی کې په یوه جیدي ستونزه اړوي.
همدارنګه مطالعات ښايي څومره چې خلک واده یا نورو مسایلو کې ډېرې پیسې مصرف کړي، کم وخت خپل منځ کې سره تېره وي، ځکه پیسې د هغوی د برلیتوب کیلي نه وي. البته دلته باید یادونه وشي، چې دا د ټولو لپاره یو ډول ندی، خو د سلنې له مخې دا خلک ډېر دي.
پيسو سره د مېرمنې علاقمندي او د طلاق احتمال ډېروالی
حقیت کې پيسې په دوه ډوله طلاق سره اړیکه لري: اول یوازې شتمني نشي کولی چې یو خوشال ژوند درکړي او دوهم ډېرې پیسې کولی شي، چې د ژوند نورو اړخونو ته د خلکو پام راټيټ کړي.
څېړنې ښايي، چې یو شتمن مېړه سره هغه وخت چې پیسې له لاسه ورکړي، احتمالاُ د ژوند ملګرې نور نه خوښه وي، چې ګډ ژوند تېر کړي. دا ستونزه هغه وخت غټېږي، چې ماشومان په منځ کې وي.
که له داسې شخص سره واده وکړئ، چې د هغه له اصلي شرایطو پرته بل څه ستاسو موخه وي لکه مشهوره اوسیدل یا پیسې د دې خطر چې د دې هرڅه له لاسه ورکول وروسته به ستاسو اړیکه هم پاې مومي ډېر زیات دی. یعنې په دې برخو کې هرډول بدلونه د دې لامل ګرځي، چې د هغه شخص ارزښت تاسو ته کم کړي او دا حالت به سخت دردونکی وي.
همدارنګه څېړنې ښايې هغه مېرمنې چې له هرڅه ډېر پیسو ته ارزښت ورکوي، واده هغوی نشي خوشاله کولی او امکان لري دیو څه وخت تېرېدو ورسته د طلاق پرېکړه وکړي، ځکه هغوی یو څه وخت وروسته متوجې کېږي، چې پیسې د هغوی د خوشالۍ لامل ندی او همدا ناخوښوي یې زغم پاې ته رسوي.
په واده کې له شتمنۍ پرته نورې ستونزې هم شتون لري، په همدې دلیل کې که احساس مو وکړو، چې د ژوند ملګري په جیب کې پیسو هغه ته جلب کړي یئ، نو باید هڅه وکړئ، چې خپلې اړیکې ته ډېر فکر وکړئ او د خپل فکر لوری لږ لږ بدل کړئ، د خپل ژوند ملګري ښو خویونو، اخلاقو او مینه لرلو ته پاملرنه وکړئ. د هغې اصلي ارزښت په نظر کې ونیسئ، ترڅو ستاسو ګډ ژوند له پخوا ښه او پياوړی دوام وکړي.