خونړۍ پروسه او نا معلومه راتلوونکې

دا دیاران لوګو ده چې د هغو لیکنو سره کارول شوې چې عکسونه یې د تخنیکي ستونزو له کبله ډیلیټ شوي دي

او نن د خوست د یعقوبیو جومات په وینو ولمبید. نن په یعقوبیو کې د خدای ج کور اور واخیست او د هغه د بنده ګانو په وینو رنګ  او په پرې شویوو هډونو ډک شو.
عجیبه ده،
دلته د انسان وینې ، د انسان ژوند او مقدساتو خپل ارزښت د ځینو په نزد بایلولی. انسان  په هیڅ ځای او هیڅ مکان کې خوندي نه دی.
سړی هیڅ نپوهیږي چې پر موږ څه وشول؟ ولې دومره ستر بدلون سره مخ شوو؟ ولې مو عادتونو تغییر وکړ؟
ښه مې یاد دي:
موږ چې واړه وو؛ د ښکار شوقیان وو. سره لمر کې به غولکه ( لینده) په لاس مرغیو پسې ګرځيدو؛ خو په هماغه ماشومتوب کې مو د جومات په ونه کې مرغۍ نه ویشته. د جومات مرغۍ خوندي وې. د جومات پر مرغیو ګوزار راته د خدای ج د کور بې احترامي ښکاریده؛  خو اوس په جومات کې آن د خدای ج خلیفه ( انسان)خوندي نه دی.
رښتیا ده، هره پدیده په چاپریال او د هغه پر موجوداتو اغیز لري. دلته جګړه اوږده شوه. دومره اوږده چې آن یو نسل پکې پیدا، ځوان او بیا تباه شو. دې اوږدې جګړې هر ډول عاطفه له موږ واخیسته او زموږ زړونه یې پر ډبرو بدل کړل. نه؛ له ډبرو یې هم سخت کړل.
د بې غورۍ وروستی حد
د هرې لومړۍ پیښې مخنیوی د ملامتۍ خبره نه ده؛ خو کله چې بار بار یوه پیښه تکراریږي مسوولین یې د غندنې وړ دي. مسوولین د غفلت د سزا مستحق دي او باید خپله سزا وګالي.
راتلوونکې ټاکنې چې، لا یې ابتدايي پړاوونه دي، خونړي حالت سره مخ دي. دا څووم ځل دی چې د نوم لیکنې سیمې د بریدونو ښکار ګرځي او دا څووم ځل دی چې راتلوونکي ګډونوال یې وژل کیږي او ټپیانیږي.
خلک مجبور دي. له دې پورته مجبوریت به بل چیرته وي چې خلک د داسې بهیر لپاره سرونه ورکوي چې خیر ترې متصور نه دی. وینې به تویه شي، سرونه به ورغړي خو ممکن ګټوونکي کاندیدان به دا هرڅه هېر کړي او لکه د ځینو اوسنیو په څیر به داسې کارونه وکړي چې ټول افغانستان  ته شرم وي؛ خو یوازې خپل ځان ته یې ګټه وي.
د خلکو پر قیمتي رایو به سوداګري وشي. د خلکو ارمانونه به وپلورل شي او د خیانتونو یو نوی باب به پرانیستل شي.
خو خلک له جګړو ستړي دي. خلکو د وینې تویونې له لارې د واک د انتقال مزه څکلې. خلکو د بې قانونیو او خپلسریو دور تجربه کړی. خلک له فساده ستړي دي. په دې نیت چې ګوندې دا ځل به حالت سم شي، ګوندې دا ځل به بې قانونۍ مهار شي او ګوندې دا ځل به ولسي جرګه د یوه واقعي ناظر ارګان په توګه له فساد سره مبارزه پیل کړي، رایه ورکوي.
ناکام دولت
د اساسي قانون د پنځمې مادې له مخې د هیواد امنیت د دولت له اساسي وظایفو څخه دی او د شپږمې مادې له مخې دولت د یوې هوسا ټولنې په جوړولو مکلف دی.
خو دولت د پخوا په څير په خپله دنده او مکلفیت کې پاتې راغلی. موږ له دولت څخه د سراسري امن غوښتنه نکوو او نه ترې دومره تمه لرو؛ خو د هغو ځایونو د امنیت غوښتنه ترې خامخا کوو چې د دولت له غوښتنې او هڅوونې سره سم ورته خلک راځي او په یوه ملي پروسه کې د ګډون لپاره لومړني ګامونه اخلي.
خطرناک شکوونه
خلک مشکوک دي. خلکو ته په ذهن کې بیلابیلې پوښتنې پیدا کیږي. که د خلکو شک لرې نشي یو بل ناورین زیږولی شي. ځینې خلکو سره دا اندیښنې دي چې ممکن دغه شان حالت قصدي وي، یا ممکن په قصدي توګه یې مخنیوی نه کیږي. د دې قصد دلیل ورته دا ښکاري چې ځینې حلقات غواړي ټاکنې ونشي او موجوده دوره وغځول شي او موجوده وضعیت دوام ومومي.
شاید دا شکوونه ټول بې ځایه وي؛ خو بار بار د یو ډول پیښو تکرار شک پیاوړی کوي او که نور هم تکرار شي د یقین تر مرحلې یې رسوي.
سپارښتنه
دولت باید د هرې پروسې د تطبیق لپاره شرایط وسنجوي او پر داسې لارو چارو غور وکړي او عملي یې کړي چې آن د ډیرو کمزورو احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره هم اغیزمن تدابیر په پام کې وي. د افغان انسان له وینې هیڅ پروسه زیات ارزښت نلري. هغه ټاکنې چې حتی د یوه افغان د ژوند په بدل کې تر سره کیږي، هم د ارزښت وړ نه دي.
محمد نعمان دوست  
د ثور ۱۶مه، ۱۳۹۷

About نعمان دوست 33 Articles
نعمان دوست مخکښ لیکوال او د ټولنیزو او کلتوري مسالو څیړونکی دی چې دا لیکنه یې د یاران ویب پاڼې لپاره کړې ده.