د کامیابو خلکو د خوب (۱۶) عادتونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: ټینا ویلیمسن
ژباړه: شاهین
وايي، چې خوب تر ټولو ښه درملنه ده. تاسې ممکن په خپل ګاونډ او دوستانو کې ځینې داسې خلک لیدلي او یا به مو هم اوریدلي وي، چې هغوې په ژوند کې تر نورو ډیر مخکې او بریالي دي. هغوې هر کار ته په خپل وخت لاس رسي لري او تر نورو ډیر د ژوند په چارو کې لاس بري دي.
علت يې څه دي؟!
علت يې په وخت او منظم خوب دي. هغوې چې منظم خوب لري، صحتمند، هوښیار او خوشاله وي.
خوب د دماغو لپاره راحت او هم مهاله انرژي ورکوونکی دی. منظم خوب د انسان د دماغو تمرکز او انډول ساتي. انسان ته ددې موقع ورکوي، چې په یوه وخت کې په یوه کار تمرکز وکړي او د خپل کار مؤثریت زیات کړي.
نامناسب او غیري منظم خوب د انسان وجود داسي خرابوي، لکه د موټر انجن چې بغیر له تیلو چالانوئ. او دا داسې کار دی، چې امکان نه لري.
بریالي او کامیاب خلک د خوب ځینې ښه عادتونه لري. دلته موږ د بریالیو کسانو د خوب ۱۶ عادتونه، چې ډیر ګټور ثابت شوي، له تاسې سره شریکوو:
۱ـ کله مو چې خوراک وکړ، سمدستي پسې مه ویده کیږئ.
هڅه وکړئ، چې خوب ته له تلو ۳ ساعته مخکې خوراک وکړئ. په خوراک پسې سمدستي ویده کیدل، ستاسې هضمي سیستم خرابوي، چې ورسره تاسې منظم خوب هم نه شۍ کولای.
۲ـ له خوب مخکې کافین (کافي) او الکول مه څښئ.
کافین د انسان وجود ویښ او باانرژي ساتي. هڅه وکړئ، چې د منظم خوب لپاره له کافین لرونکي څښاک څخه تیر شئ.
۳ـ د خوب په ځای کې یواځې خوب کوئ.
دا خبره به تاسې ته شاید عجیبه ښکاره شي، خو د ښه خوب مشوره ورکوونکي وايي، چې د خوب په کوټه کې د سمارټ فون، ټلویزون او کمپیوټر کارونه خوب زیانمنوي.
۴ـ ګروپونه او روښنايي مړه کړئ.
د خوب په کوټه کې له ویدو کیدو مخکې ټول ګروپونه مړه کړئ. که لګیدلې پاتې شي، ستاسې د خوب دوراني سیستم خرابوي. څومره چې کوټه تیاره وي، هومره ښه خوب پکې کیږي.
۵ـ ډیر خوب مه کوئ.
ډیر خوب د زړه، شکرې او ګڼې نورې ناروغۍ پیدا کوي. یو نارمل بالع انسان لپاره ۸ ساعته خوب بکل کافي دی.
۶ـ ذهني تمرکز ومومئ.
د بیخوبۍ یو اساسي لامل هم سټریس او پریشاني ده. مو د خپلو کارونو، اړیکو او ستونزو په اړه پریشانه یو. مشوره مو داده، چې د خوب پرمهال خپل فکري تمرکز مه پاشئ. خپل ذهني تمرکز مو تر خپل کنټرول لاندې وساتئ او هڅه وکړئ، چې د هغه څه په اړه فکر ونه کړئ، چې ستاسې خوب له تاسې تښتوي.

۷ـ د خوب په خونه کې هم مثبت فکر ولرئ.
له ویده کیدو وړاندې د ورځې پر مهال خپلې لوې او وړې لاس ته راوړنې تر مخ تیر کړئ. خپلې د خیر ښیګڼې چارې مو هم سترګو ته ودروئ. دا تاسې ته په ذهني لحاظ سکون درکوي او د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي.
له ویده کیدو وړاندې د سبا ورځې ټول پلان هم په ذهن کې جوړ کړئ. د سبا لپاره خپلې موخې وټاکئ او نن شپه ارام ویده شئ.
۸ـ فزیکي تمرین وکړئ.
د ورځې له مخې؛ په ځانګړې ډول په سهار وختي او یا هم مازیګر کې فزیکې تمرین تاسې سره د شپې له مخې په ښه خوب درلودلو کې مرسته کوي.
۹ـ ډیرې اوبه وڅښئ.
هڅه وکړئ، چې هر وخت او هر چیرته چې امکان وي، اوبه وڅښئ. کله چې وجود په پوره اندازه اوبه ولري، خوب ورسره منظم او ښه کیږي.
۱۰ـ د ذهني ارمتیا لپاره یوه پیاله ارام بښونکی چای وڅښئ.
د ښه خوب لپاره له خوب وړاندې یوه پیاله داسې، چای چې ستاسې ذهن ته ارمتیا وبښي، وڅښئ. د شین چای څخه تیر شئ. ځکه باور دادی، چې شین چای خوب تښتوي.
۱۱ـ سهار وختي پاڅیږئ.
د بریالیو خلکو د خوب یو عادت دادی، چې سهار له خوبه وختي پاڅیږي. دوې سهار وختي پاڅیږي او ځان او چارې منظمې ساتي. کار، ښوونځي او پوهنتون ته په وخت رسیږي.
۱۲ـ هره شپه په یوه وخت ویده کیږئ او سهار په یوه وخت پاڅیږئ.
کامیاب خلک هره شپه په یوه وخت یوه ویده کیږي او هر سهار په یوه وخت پاڅیږي. دوې کله وختي او کله ناوخته نه ویده کیږي او نه هم کله د وخته او کله ناوخته پاڅیږي. دوې د خوب د منظم مهال ویش له مخې مخکې ځي.
۱۳ـ خپله د خوب خونه لږه یخه وساتئ.
پلټنې ښيي، چې د خوب کوټه باید ډیر ګرمه نه وي. خپله د خوب خونه د سانټي ګریډ د ۱۸ درجو په شاوخوا کې وساتئ. په دومره سانټي ګریډ هوا کې خوب ډیر ښه وي.
۱۴ـ د نن کار سبا ته مه پریږدئ او مه يې هم په اړه تشویش کوئ.
ژوند روان دی او تیریږي. دا یو حقیقت دی او کامیاب خلک دا حقیقت پیژني. هغوې، چې کوم کار نن کولای شي، هغه سبا ته نه پریږدي. کومه ستونزه، چې سمدستې حلولای شئ، هغه بل وخت ته مه پریږدئ؛ خو که څه مو په وس پوره نه وه، نو تشویش او اندیښنه هم مه کوي.
۱۵ـ مسکا او خندا کوئ.
بریالي خلک خاندي. دوې په دې پوهیږي، چې خندل ستریس او پریشاني کموي. دوې ژوند ډیر جدي او سخت نه نیسي.
۱۶ـ خپل موخې د خوب د تخت سره په میز کیږئ.
بریالي خلک د خپلې ورځې موخې او اهداف لیست کوي او له ویده کیدو يې مخکې په خپل میز ږدي. سهار له پاڅیدو سره سم، یو ځل هغه لولي. دا په ژوند کې د بریالیتوب لپاره یو له ساده، اما مهمو تکنیکونو څخه دی.
اوس نو ستاسې نوبت دی. دا مشورې واخلئ او په خپل ځان يې عملي کړئ. بیا د خوب د منظموالي په اړه خپلې تجربې هم موږ ته ولیکئ.
یادونه : که دا لیکنه درته ګټوره ښکاره شوې وي نو له خپلو دوستانو سره یې شریکه کړئ. ان ښه ده چې یو نیم دښمن ته یې هم واستوئ  🙂