خوب ته چمتوالی؛ څه باید وکړې چې د شپې ښه خوب ولرې؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه:سټیفانو ویزولې
ژباړه: الما افغان
کیدای شي ډیر د خوب ستونزه ولري، ځکه خوب زموږ ستاسې په روغتیا کې مهم نقش لري، که خوب مو ګډوډ وي، د ژوند چارې ښې او سمې پر مخ نه شو بیولی او که چیرته مو خوب منظم وي، ټول کارونه به مو روغ او ښه پرمخ روان وي.
دلته د ښه خوب لپاره د چمتوالي څو خبرې درته لرو، هیله ده ویې لولئ:
– لږترلږه له خوب یو ساعت مخکې هیڅ روښانه سکرین مه کاروئ.
ماښام یا شپه چې را رسیږي، کوښښ وکړئ چې د هر روښانه یا رڼا غورځونکو شیانو استعمال کم کړئ. ځکه دا هم ددې لامل کیدای شي چې خوب مو ګډوډ کړي.
ځیني خلک تر ناوخته فیسبوک یا نورې شبکې کاروي، چې سخت ذهني بوج پرې راوړي او ځیني وخت یې دا بوج دومره زیات شي، چې په کوچنۍ او اندکه خبره هم غوسه کیږي.
– په ماښام کې کافي او کافي ته ورته نور مشروبات مه څښئ، ځکه دا مو خوب ګډوډولی شئ، لکه که تاسې د تشو یا ډکو بولو لپاره له کوټې ووځئ، خوب مو ګډوډ کیږي…
– هره ورځ غرمه مهال لږ خوب یا ارام وکړئ، ځکه دا هم ستاسې له دماغو سره مرسته کولی شي او تر ډیره بریده مو اراموي. که له سهار مو کار کړی وي یا ستړي شوي یاست، په دې لږ ارام سره بیرته د پاتې ورځې لپاره چمتو کیږئ.
– که ګرمي وي، خوب ته له ورتګ وړاندې یوه لامبه وکړئ، څو د ګرمۍ له امله بې خوبه نه شئ.
– له خوب وړاندې یعنې د شپې پرمهال یو کتاب راواخلئ، هم زده کړه وکړئ او هم به خوب درشي. خو کتاب باید ستړی کوونکی نه وي.
تر ډیره هغه کتابونه ولولئ چې ذوق او علاقه سره لرئ، ځکه دا ډول کتابونه په مینه لوستل کیږي، چې همداسې ورسره په مینه ویده کیږئ هم.
– که چیرته یخني وي، کوښښ وکړئ ګرم څه واغوندئ چې د یخنې له امله بې خوبه نه شئ، ځکه اکثره هغه خلک چې بې خوبه کیږي، یو لامل یې دا وي چې ځان یې سم نه وي پوښلی چې بیا یې له امله هم ناروغه کیږي او هم له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کیدای شي.
که داسې وکړئ لکه څرنګه چې موږ درته پورته وویل؛ ډاډه یم چې له څو اوونیو وروسته به په ځان کې مثبت تغیرات وګورئ او د خوب له به شکایت ونه لرئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.