خندا د هر مرض دوا ده

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 

الله تعالی زموږ د خوښیو لپاره موږ ته ډېر څه راکړي، خو که موږ یې په خپل شاوخوا کې د لیدلو لپاره له سترګو، د محسوس کولو لپاره له حسه او د تر لاسه کولو لپاره له همته کار واخلو.

ـ ژوند هېڅ چا ته نه ورکوي، بلکې ترې اخیستل کېږي، هغه که له ماتې بریا وي او که په خفګان کې مسکا.

مثلا؛ فرض کړئ، له یو چا ډېره کرکه لرو. کرکه به ضرور کوم علت لري. دا کرکه هغه ته هېڅ زیان نشي رسولای، برعکس زموږ اعصاب خوږوې، نو د عین شخص د هغو ښېګڼو په هکله فکر وکړئ، چې کله یې درسره کړي یا هم په ذهن فشار راوړئ، چې کومه ورځ یې په څه خندولې وی. کینه مو له زړه ورته وځي او پر شونډو مو مسکا خپرېږي.

همدا راز، که د ډېرو کوښښونو باوجود مو هم څوک خپل نه کړ او نه خپلېده، نو دا ستاسي په نیمګړتیا دلالت نه کوي، تا ته به تر دې بهتر څوک منتظر وي او دوی ښایي د هغه چا لوري ته میلان ولري، چې قابل/ وړ یې وي.
پرېښودل او هېرول به یې درته ستونزمن وي، خو ناممکن نه دي، او د ممکن والي لپاره یې ۹۹ ښېګڼې هېرې او یوه بدګڼه یا نیمګړتیا چې لري په هماغې دومره فکر وکړه…وکړه… تر څو دومره درته لویه بلا شي، چې هغه ۹۹ ټولې ښېګڼې یې وخوري او درځنې یې هېر کړي.

FB_IMG_1625468395042.jpg

حللاره

ـ د ځان لپاره، نفرت له هېچا مه کوئ، ژوند کې یو ایډیټس (احمق) ملګری/ې هم ښه وي. که د دوی حماقتونه نه وي، زده کړه به له چا کوو؟
د ښه او بد توپیر به په څه کوو؟ دومره تجربې به له کومه کوو.

هوښیاران تل، سنجیده وي، ډېر محافظه کاره او ډېر فکر کوي. د هوښیارانو مجلس، چاپېریال، چوپ وی، تر څو چې یو احمق راشي او احمقانه خبره پکې ونه کړي، خاموشي نه ماتېږي او د هوښیارانو د خندا شور نه پورته کېږي.

خندا د هر مرض، دوا ده!

ځکه خو وایې:

زه پکې ښه خاندمه ښه خاندمه
ته پکې څه کړې، زنده ګي که شي یوه دقیقه!؟

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.