ژباړه: محمد عزيز پردېس
انسانان په ټولنه کې دې نړۍ ته سترګې غړوي او خپل ټول ژوند د ټولنې په يوه برخه کې تېروي او همدا دليل دی چې يو شخص پرته د ټولنې څخه ژوند نه شي کولی. انسان پيدا دی د ټولنيز ژوند لپاره، انسان يوازې د ځان لپاره ژوند نشي کولی او که ويې کړي نو دوام به يې ډېر کم وي.
ايا تر دې دمه مو په دې هکله فکر کړی چې ټولنيزې اړيکې څنګه د انسان پر روغتيا اغېز لري؟
انسان زده کړه کوي، پرمختګ کوي، کار کوي او هغه ټولنه کې چې زېږېدلی دی، د هغې ټولنې ټول کړه وړه، رسمونه او عنعنات خپلوي، که ټولنه متمدنه او د علم په ګاڼه سينګار وي نو پر ده هم خپل مثبت اغېز لري. همداسې په برعکس ډول هم.
ډېری خلک په ټولنيزو اړيکو کې د ارامښت احساس کوي او د مشترکو تجربو څخه خوند اخلي، همدارنګه ّځيني کسان د يوی ملګري انګېزه او تشويق د خپلو سالمو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره پلمه ګڼي، يانې له دې خوند اخلي چې ملګري او دوستان يې وهڅوي او انګېزه ورکړي.
څېړنې ښيي چې د خلکو ترمنځ ټولنيزې اړيکې د انسان عصبي سيستم دې ته هڅوي چې دوی دې د ستونزو، فشار او تشويش پروړاندې چمتووالی ولري او ژور اغېز دې پرې ونه کړي. د يو بل بيان په پايله کې دا هم ویلی شو، کله چې د دوو کسانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي، نو په اسانۍ سره کولی شي چې د فشار پر وړاندې برلاسي شي.
د يوې بلې څېړنې پايلې وايي: هغه کسان چې د ټولنيز ملاتړ درلودوونکي دي يانې د خلکو سره يې اړيکې ښې وي؛ نو د رواني او جسمي اړخ نه غښتلي دي.
ټولنيزې اړيکې د مغز د غښتلتيا لامل کېږي.
ټولنيزې اړيکې د حافظې د پياوړتيا او د عصبي ناروغيو د مخنيوي لامل ګرځي.
د ټولنيزو اړيکو ساتل او پالل، د ژوندانه په وروستيو شېبو ( بوډاتوب ) کې د ذهني زوال مخه نيسي.
په هالند کې وروستيو څېړنو دا ثابته کړې، هغه کسان چې په ټولنيز لحاط فعال دي؛ د مبهموالي او بد حالت پر وړاندې مقاومت کولی شي، يانې اغېز پرې نه کوي.
د مديکال نيوز ټوډې، د راپور په اساس وروستۍ څېړنې ښيي، هغه کسان چې په ټوليز يا جمعي ډول ورزش کوي؛ د هغو کسانو په پرتله چې په يوازې ډول ورزش کوي، دېر کم تر فشار لاندې راځي او د ښه صحت خاوندان دي.
داسې هم نه چې د ټولنيزو روابطو کې دومره ډوب شو چې خپل کورنی ژوند او خپل ځان هېر کړو، تعادل اړين دی.
ټولنيزې اړيکې د انسان هراړخيز مالومات ډېروي.
د ټولنيزو اړيکو درلودوونکی شخص تل با جرئته وي.
د ټولنيزو اړيکو درلودوونکی شخص د ستونزو پر وړاندې نه تسليمېږي.
د ټولنيزو اړيکو درلدووکی هېڅکله دروغ نه وايي، ځکه يو کوچنی دروغ کولی شي د دوی پراخې اړيکې زيانمنې کړي او د خلکو ترمنځ يې اعتماد له منځه يوسي.
د ټولنيزو اړيکو درلودونکی پياوړې او پراخې اړيکې لري او په ټولنيزو ملي مسايلو کې کافي مالومات لري.
ماخذ: Salamat.News