حیدر اباد په شپږمې بریا لمړی مقام خپل کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره ۲۰ اوریزه «IPL» تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله راجستان رایلز ته په ماتې ورکولو سره د جدول لمړۍ کرښې ته ورسیده.

 حیدر ابد لوبډلې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د دریم ځل لپاره د لوړ هدف په جوړلو کې پاتې راغله او د راجستان رایلز لوبډلې خلاف یې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې ۱۵۱ منډې جوړې کړې، چې پکې د افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل پر ځای د لمړي ځل لپاره انګلینډي اوپنر الیکس هیلز ته موقع ورکړل شوې وه.

9S6A1100 حیدر اباد په شپږمې بریا لمړی مقام خپل کړ

د حیدر اباد لوبډلې لپاره په سیالۍ کې د الیکس هیلز د ۴۵ منډو ترڅنګ د لوبډلمشر کین ویلیمسن ۶۳ منډې شاملې وې.

د راجستان رایلز لوبډله د حیدر اباد خلاف په ځوابې لوبه کې هدف په رسیدو کې برلاسې نشوه او په سیالۍ کې د ۱۴۰ منډو جوړلو وروسته د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړي راشد خان انګلینډی توپ وهونکی جوز بټلر په روان لیګ کې د دویم ځل لپاره د میدان څخه رخصت کړ.

9S6A1554 حیدر اباد په شپږمې بریا لمړی مقام خپل کړ

حیدر اباد لوبډلې په خپلې اتمې ( ۸ ) مې سیالۍ کې د شپږمې بریا په خپلولو سره د چینايي سوپر کینګز لوبډله وروسته پریښوده او لمړي مقام ته ورسیده.

Butler حیدر اباد په شپږمې بریا لمړی مقام خپل کړ

 په دغه لیګ سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو له ډلې څخه اوس سنرایزرز حیدر اباد لوبډله په لمړي، چینايي سوپر کینګز په دویم، پنجاب په دریم، کلکته نایټ رایډرز څلورم، راجستان رایلز پنځم، ممبيي انډینز شپږم، رایلز چیلینجرز بنګلور اووم او ډهلي ډریډ ویلز په وروستي اتم مقام کې ځای لري.