حیدر اباد د ډهلي وروسته د بنګلور لار مخکې تګ هم ستونزمن کړ 

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندوستان د کورني کرکټ په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د ډهلي ډریډ ویلز وروسته د بنګلور لوبډلې د مخکې تګ هیلې نږدې پای ته ورسولې.

د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په ۳۹ م لوبه کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې خلاف د سیالۍ په ډګر کې مخ شوه، چې پکې حیدر اباد لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو د لوبډلمشر کین ویلمسن د ۵۶ زیاتو منډو جوړلو پر مټ بنګلور لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ.

 بنګلور لوبډله د حیدر اباد لخوا د ۱۴۷ منډو هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په سیالۍ کې یې د ۵ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.

په دې ماتې سره د بنګلور لوبډلې د خپلو ۱۰ لوبو څخه په ۷ لوبو کې خپلو سیالانو ته ماتې وخوړې او هم یې په روانو لیګ سیالیو کې خپل مخکې تګ د ستونزو سره مخ کړ.

د بنګلور ترڅنګ ډهلي لوبډلې هم د خپلو ترسره کړیو ۱۰ سیالیو څخه یوازې په ۳ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او خپل مخکې تګ یې ستونزمن کړی دی.

که بنکلور لوبډله په خپلو پاتې ۴ راتلونکو لوبو کې سیالانو ته ماتې ورکړي او بل خوا د کلکتې نایټ رایډرز، ممبيي انډینز او راجستان رایلز لوبډلې په خپلو راتلونکو سیالیو کې دوه دوه ماتې وخوري، نو په هغه صورت کې د بنګلور لوبډلې په دغه لیګ سیالیو کې د مخکې تګ چانس برابریږي.

 د یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په روان سیزن کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو له ډلې څخه اوس مهال سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د ۱۰ سیالیو څخه د ۸ په ګټلو لمړی، چینايي سوپر کینګز د ۱۰ سیالیو څخه د ۷ په ګټلو دویم، پنجاب لوبډله د ۹ سیالیو څخه د ۶ په ګټلو په دریم، کلکته نایټ رایډرز د ۱۰ سیالیو څخه د ۵ په ګټلو سره څلورم، ممبيي انډینز د ۱۰ سیالیو څخه د ۴ په ګټلو پنځم، رایلز چیلینجرز بنګلور د ۱۰۹ سیالیو څخه د ۳ په ګټلو شپږم، ډهلي لوبډله د ۱۰ سیالیو څخه د ۳ په ګټلو اووم  او راجستان رایلز د ۹ سیالیو څخه د ۳ سیالیو په ګټلو سره په وروستي اتم مقام کې ځای لري.

د روان یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو څخه به د روانې مۍ میاشتې په ۲۰ مه نیټه ۴ لوبډلې دویم پړاو ته د ورتګ په موخه په ډاګه شي.