د هندوستان د کورني کرکټ په یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې ډهلي ډریډ ویلز د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته په ماتې خوړلو سره د مخکې تګ څخه پاتې شوه.
د دغه لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴ لوبې ترسره کوي، چې حد اقل یوه لوبډله د ۸ سیالیو په ګټلو سره راتلونکي بل پړاو ته لار پیدا کوي.
ډهلي لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۱۰ سیالیو څخه یوازې په ۳ لوبو کې بریاوې خپلې کړې، نو ځکه یې په روانو لیګ سیالیو کې مخکې تګ ناشونی شو.
له بل خوا د بنګلور، ممبيي انډینز او راجستان رایلز، لوبډلې هم په یو سخت پړاو کې قرار لري.
دغه درې واړه لوبډلې هم باید د راتلونکو پاتې ۵ او ۶ ترسره کیدونکو سیالیو څخه په هرې یوې لوبه کې بریا خپله کړي، چې په ماتو خوړولو سره دوی هم د مخکې تګ څخه پاتې کیږي.
د یوولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په روان سیزن کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو له ډلې څخه اوس مهال سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د ۹ سیالیو څخه د ۷ په ګټلو لمړی، چینايي سوپر کینګز لوبډله د ۱۰ سیالیو څخه د ۷ په ګټلو دویم، کلکته نایټ رایډرز د ۹ سیالیو څخه د ۵ په ګټلو په دریم، پنجاب لوبډله د ۸ سیالیو څخه د ۵ په ګټلو سره څلورم، ممبيي انډینز د ۹ سیالیو څخه د ۳ په ګټلو پنځم، رایلز چیلینجرز بنګلور د ۹ سیالیو څخه د ۳ په ګټلو شپږم، ډهلي لوبډله د ۱۰ سیالیو څخه د ۳ په ګټلو اووم او راجستان رایلز د ۹ سیالیو څخه د ۳ په ګټلو سره په وروستي اتم مقام کې ځای لري.
د یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ چې د تیرې اپریل میاشتې په اوومه نیټه پیل شوې دي؛ د روانې مۍ میاشتې تر ۲۷ مې نیټې پورې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې لا هم ممبيي انډينز لوبډله د تیر کال لسم پړاو سیالیو کې د خپلې دریم ځل اتلولۍ خپلولو څخه دفاع کوي.
د راشد خان رول؛
ځوان افغان سلو توپ اچوونکي راشد خان ارمان یو ځل بیا وکولی شول چې په هندوستان پریمیر لیګ سیالیو کې خپله لوبډله سنرایزرز حیدراباد د ډیلی ډریډویلز لوبډلې پر وړاندې بریا ته ورسوي.
د لوبې غوره لوبغاړی افغان ګوګلي بالر راشدخان ونومول شو؛ نوموړي په ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.