چټک توپ اچونکی حمید حسن نن ۳۳ کلن شو!

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د پخواني چټک توپ اچونکي حمید حسن نن دوشنبه ۳۳مه کلیزه ده.
هغه نن ۳۳ کلن شو.
حمید حسن د ۱۹۸۷م کال د جون میاشتي په لومړۍ نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کي زېږېدلی.
حمید حسن د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره ۳۶ یو ورځنۍ او ۲۲ بیا شل آوریزه لوبي ترسره کړي دي.
دې لوبغاړي په یو ورځنیو لوبو کي ۵۹ او شل آوریزه لوبو کي یې بیا ۳۲ ویکیټي اخیستي.
د افغانستان د ملي لوبډلي دې تکړه لوبغاړي خپله وروستۍ شل آوریزه لوبه د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتي په ۲۷مه نېټه د ویسټ انډيز هیواد په وړاندي ترسره کړه.
خو وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې بیا د تېر ۲۰۱۹م کال د جون میاشتي په ۲۹مه نېټه د پاکستان په وړاندي ترسره کړه.
دا لوبه د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام لوبه وه، چي له هغه وروسته حمید حسن د نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه.
حمید حسن لومړنی افغان لوبغاړی دئ، چي تر نورو ټولو توپ اچونکو یې په یو ورځنیو لوبو کي ۵۰ ویکیټي ژر پوره کړې.