حمدالله محب: افغان ځواکونه بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او کولای شي چې په یوازې ځان د هېواد امنیت وساتي نو پر همدې بنسټ بهرنیو ځواکونو ته هیڅ اړتیا نه شته.
نوموړي زیاته کړې، د بهرنیو ځواکونو همکاري پر خپل ځای خو د افغانستان د امنیت لپاره افغان ځواکونه د هغوی موجودیت ته هیڅ اړتیا نه لري.
محب ویلي، په افغانستان کې اوسنۍ بې ثباتې یوازې افغانستان نه بلکې ټولې نړي ته یو ګواښ دی او په وینا یې ټولو هېوادونو ته په کار ده چې له دې نړیوال تهدید سره په ګډه کارنده مبارزه وکړي.
هغه دغه راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې طالبان سوله نه غواړي، یوازې وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حکومت په زور ونیسي خو د هغه په وینا دا غیر ممکنه ده.
په ورته وخت کې د بریتانیا مشرانو جرګه وايي، هیواد یې باید هلې ځلې وکړي چې د امریکا متحدایالتونه خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي.
د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو او دفاعي چارو کمېټو ویلي، بریتانیا باید له امریکا سره خبرې وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې لا له دې هیواده څخه نړۍ ته د تروریزم، مخدرو موادو او سیمه ییزې بې ثباتۍ خطرونه په ځای دي.
د دواړو کمېټو په تازه راپور کې ویل شوي چې بریتانیا باید امریکا ته دا روښانه کړي چې په افغانستان کې پاتې کېدل یې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره مهم رول لوبوي.
راپور همداراز وايي، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو حضور د افغانستان د حکومت د پوځي قوت او په دوحه کې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د دریځ د پیاوړتیا لپاره ضروري دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.
ولسمشر ټرمپ د کانګریس له مخالفت سره سره هڅه کوي چې د واک تر سپارلو وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي.
د ټرمپ د ادارې په وینا د جنورۍ تر ۱۵ یعني سبا پورې باید په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ ډېر امریکايي پوځیان نه وي پاتې.
د کانګریس غړي هم د بریتانیا په شان له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بیړه د افغانستان، سیمې او لوېدیځ د امنیت لپاره خطرناکه بولي.
برتیانیا تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې څه باندې لس زره پوځیان لرل خو اکثره یې وویستل او محدود شمېر یې افغان امنیتي ځواکونه روزي.
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې ۴۵۶ بریتانیايي پوځیان وژل شوي او تر ۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي