حضرت الله ځاځی پاکستان سوپرلیګ لوبو کې غوره لوبغاړی شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغان لوبډلې کیڼ لاسی اوپنر توپوهونکی تېره د پاکستان سوداګریزو لوبو کې د پېښورزلمي په ګټه ولوبېد.

هغه په خپله لومړۍ او د لیګ په ۲۴ مه لوبه کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې بالران وټکول او د پېښورزلمي لوبډله یې د بریا پر کرښه ودروله.

کراچي کېنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ټولو اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د شرجیل خان د ۲۵ منډو، د نجیب الله ځدران د ۱۷ منډو، د عماد وسیم د ۱۹ منډو او د عباس افریدي د ۲۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۰۸ منډې وکړې او پېښورزلمي ته یې ۱۰۹ منډې هدف ورکړ.

وهاب ریاض او ابرار احمد درې، درې وېکټې ترلاسه کړې.

پېښورزلمي لوبډلې هدف په یوولسم اوور کې د ۴ وېکټو په نقصان سره د پیلیزتوپوهونکي حضرت الله ځاځي د ۶۳ چټکو منډو په مرستو هدف پوره کړ.

ځاځي ۴ شپږیزې او ۸ څلوریزې وهلې وې، په ۲۶ توپونو یې ۶۳ منډې وکړې وکړې او په ۲۴۲ اعشاریه ۳۱ ګوزار کچ یا سټرایک رېټ یې توپوهنه وکړه.

هغه په خپله لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

نوراحمد لکڼوال د کراچۍ کېنګز په ګټه په ۳ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

د پېښورزلمي بله لوبه د پنجشنبې په مازیګر پنځه نیمې بجې له اسلام اباد لوبډلې سره ده.

پېښورزلمي د دې لوبې په بري سره د نومرو په جدول کې دویم ځای خپل کړ.

۲۳ مه لوبه د راشدخان دې دویمه پرله پسې ماته

له دې وړاندې پرون مازیګر پنځه نیمې بجې د لاهور قلندرز او کوېټې لوبه وه، چې کوېټې لوبډلې لاهور قلندرز ته ۲۵۹ منډې هدف ورکړی و.

له کوېټې سره په دې لوبه کې هېڅ افغان لوبغاړی نه و، راشدخان د لاهور قلندرز په ګټه په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ټېم ډېوېډ د ۴۶ منډو په مرسته ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۸ منډو وبایلله.

راشدخان په لس توپونو ۸ منډې وکړې او د محمدنواز لخوا کلین بولډ شو.

د لاهور قلندرز بله لوبه د پنجشنبې په ماخستن لس نیمې بجې له کراچي کېنګز سره ده.

نن ماخستن اته نیمې بجې کوېټه لوبډله د ملتان سلطان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.