د هندي سینما دوه نوموتي ستوري (هرتیک روشن او کنګنا راناوټ) چې له څو کلونو راهیسې يې تر مینځ شخړه روانه ده او وخت ناوخت یو په بل توند لفظي ګوزارونه کوي، اوس به په باکس افیس کې سره مخ کیږي.
د هرتیک روشن “سوپر-۳۰” او د کنګنا راناوټ “منيکرنیکا – د جهانسی ملکه” فلمونه په یوه ورځ خپریږي. دا به د کال تر ټولو لویه فلمي جګړه وي.
فلمي څیړونکي ترن ادارش په خپله ټوېټر پاڼه د کنګنا راناوټ د فلم (مني کرنیکا) د خپریدو نېټه اعلان کړې. نوموړي لیکلي چې یاد فلم به د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۲۵ مه چې د هندوستان د جمهوریت یا ريپبلیک ورځې سره برابره ده، خپور شي.
بل پلو په همدې ورځ (جنوري ۲۵ مه) د هرتیک روشن (سوپر-۳۰) فلم هم خپریږي.
“مني کرنیکا – د جهانسي ملکه” فلم د هندوستان د تاریخي ملکې (راني لکشمي بای) په ژوند جوړ شوی فلم دی، چې په اتلس سوه پنځوسموو (۱۸۵۰ مو) کلونو کې يې ژوند کاوه. هغې د برتانوي ختيځې کمپنۍ په وړاندې وسله واله مبارزه کوله. فلم کې کنګنا راناوټ د ملکې رول لوبوي. ټاکل شوې وه، چې یاد فلم د روان ۲۰۱۸ کال په اپریل کې خپور شوی وی، خو د یو لړ ستونزو له امله د ۲۰۱۹ کال جنوري ته پاتې شو.
د هرتیک روشن فلم (سوپر-۳۰) هم د یوه هندي ریاضي پوه په ژوند جوړ شوی فلم دی. دا ریاضي دان چې انند کمار نومیږي په ۱۹۷۳ کال کې زیږیدلی او تر اوسه يې په زرګونو شاګردان روزلي. د نوموړي یو مشهور فارمول چې (سوپر۳۰) يې بولي، له مخې يې په سلګونو محصلینو د هندوستان د ټیکنالوژۍ انسټیټوت ته لاره کړې. د همدې له امله ښاغلی کمار په سوپر۳۰ هم مشهور دی. فلم کې هرتیک روشن د ریاضي دان رول لوبوي.
سینمايي کتونکي وايي، د هرتیک روشن او کنګنا راناوټ د فلمونو ټکر، بې له شکه چې ډیره مزیداره جکړه ده؛ خو ترمینځ به يې یو ځل بیا تا ویلې ما ویلې راپورته شي.
د هرتیک او کنګنا ترمینځ جنجال هله ډیر زور واخیسته، کله چې په ۲۰۱۶ کال کنګنا په یو تلویزوني مرکه کې هرتیک روشن ته د خپل “پخواني احمق یار” خطاب وکړ.
د کنګنا راناټ او د هرتیک روشن ترمینځ ترمینځ دا جنجال وروسته له هغې پیل شوی، له کله چې هرتیک روشن د کګنا راناوټ سره له مینې منکر شو.
کنګنا راناوټ ادعا کوي، چې هرتیک روشن ورسره د واده ژمنه کړې وه، خو له خپلې ژمنې واوښت او له دې سره يې دوکه وکړه.
کنګنا وايي، چې هرتیک ددې د بلک میل کولو په پار ددې ایمیل ادرس هیک (غلا) کړی او خپل ایمیل ادرس ته يې ترې ناسم ایمیلونه وکړل.
هرتیک روشن بیا وايي، چې کګنا راناټ ورته ځينې داسې ایمیلونه کړي، چې دې په ذهني او رواني لحاظ ځورولی دی.
ددوې ځینې ایمیلونه په انټرنیټ هم خپار شوي دي، او مسله يې ان په محکمه کې هم څیړل شوې. ددوې ترمینځ دوه کاله وړاندې محکمې پرپکړه وکړه، چې یو بل ته سره تېر شي او دا مسله نوره وتړي. خو دا سینمايي ستوري اوس هم یو بل ته په مورچه کې ناست دي.
په جنوري کې ددوې د فلمونو ټکر شاید ددوې پخوانۍ لانجې او شخړې یو ځل بیا له سره کړي.
هرتیک روشن او کنګنا راناټ دوه ګډ فلمونه – کیټ او کرش۳ – جوړ کړي. سرچینې وايي، چې ددوې مینه هم له کرش۳ فلم څخه په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه، خو اوس په جنجال اوښتي.