سپینه تجريدي ډیزاین

د بریالیتوب په اړه د مشهور چینايي میلیاردر او د علي بابا د ګروپ د مشر جک ما 8 د کار خبرې

 
جک ما اوس د نړۍ د ۲۷ لویو میلیاردارانو په ډله کې دی. او په چین کې بیا دویم تر ټولو بډای کس دی. د فوربیز مجلې په ۲۰۱۷ م کال کې د نوموړې پانګه ۳۷ نیم میلیارده ډالر ګڼلې ده.
خو دا هر څه نوموړې له پرلپسې ماتو او ردیدلو وروسته تر لاسه کړي.
دوه پنځوس کلن جک ما وايي، لا په پوهنتون کې و چې د کار لټه یې پیل کړه، په درې کلونو کې یې له دیرشو زیاتو کارونو ته غوښتنلیک ورکړ، خو هیچا هم په کار ونه ګماره او پرلپسې رد شو.
جک وايي، له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته یې غوښتل د چین په پولیسو کې شامل شي، له پنځو نورو کسانو سره د پولیسۍ امتحان ته ورغۍ دده سره ورغلي څلور پولیسو ته ونیول شول خو دا رد شو.
کله چې کې ایف سي مشهور امریکايي ریسټورانټ د لومړي ځل لپاره چین کې څانګې پرانیستي نو جک ما په دې ریسټورانټ کې هم د کار کولو لپاره خپل بخت و ازمویه. د نوموړي په وینا د څلور ویشت کسانو له ډلې چې ده سره یو ځای یې په کي ایف سي ریسټورانټ کې د کار کولو غوښتنه کړې وه، دا یوازینی کس و چې ونه نیول شو او نور ۲۳ کسان استخدام شول.
نوموړی وروسته په یو ښوونځي کې د انګلیسي ژبې ښوونکی شو. خو په دې کار کې هم چندان ډیر بریالی نه و او خوشې یې کړ.
خو جک ما ماتې ونه منله او بریالیتوب ته د رسیدو لپاره یې هڅې روانې وساتلې. هغه په 1995 م کال کې  پیل د چینايي کمپنیو په اړه له یو معلوماتي ویب پاڼې وکړه او وروسته یې په ۱۹۹۹ م کال کې  د د شل زرو ډالرو په پور کړې پانګه د علي بابا ګروپ په نوم نړیوال انیټرنیټي شرکت جوړ کړ چې دا مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلونونه پیردونکي لري او د همدې شرکت په مټ جک لي اوس د نړۍ د ۲۷ لویو میلیاردارانو په ډله کې دی. نوموړی د چین دویم تر ټولو بډای کس دی.
جک ما په خپلو بیلابیلو مرکو کې په کاروبار او ژوند کې د بریالیتوب لپاره د لاندې څو ټکو سپارښتنه کړې.
۱- له ماتو مه ویریږه
هغه وايي، زه چې کله د کار په لټه وم، نو په وار وار رد شوم او چا ان په ریسټورانټ کې هم په کار کولو ونه منلم. خو زه نه نهیلي شوم او نه له دې پرلپسې ماتو وویریدم، بلکې بریالیتوب ته د رسیدو لپاره یې لا زما هوډ پیاوړی کړ. نوموړې دا خبره د هارډورډ پوهنتون په هغه غونډه کې وکړه چې دده په ویاړ جوړه شوې وه. جک ما د هارورډ پوهنتون استازې ته چې له دې سره د جوړې شوي بحث کوربه و مخ واړوه او ورته یې وویل، لس ځل مې ستاسو پوهنتون کې هم د داخلې غوښتنه کړې چې رد کړی مو یم، او دا دی اوس دلته یم له تاسو سره.
۲- نورو سره مرستې ته پام وکړئ
جک ما وايي، کاروبارونه او اشخاص یوازې د نګه پیسو د ګټې په هڅه نه بریالي کیږي، بلکې هر کار چې کوئ له نورو سره مرسته او عامه خیر ښیګڼه په کې په پام کې ونیسئ. دا نه یوازې په اخلاقي لحاظ تاسو ډاډه کوي بلکې د کاروبار د بریالیتوب لپاره هم مهم څه دي.
۳- پر خپلو نظریو باور ولرئ
جک ما وايي، ما چې د علي بابا د شرکت لپاره هر نوښت کړی، خلکو راته ویلي چې دا تر ټولو احمقانه اقدام دی چې ته یې کوې او دا به دې ماتې سره مخ کړي. خو ما پر خپل کار او پریکړې باور کړی او هماغه څه چې نورو احمقانه اقدام بللی په بریالي اقداماتو بدل شوي. نوموړی وايي د نورو سپارښتنو او مشورو ته غوږ ونیسئ، ګټه ترې واخلئ خو دومره نه چې تاسو د خپلو هیلو له پوره کولو راوګرځوي او ستاسو مهمې پریکړې اغیزمنې کړي.
۴- الهام او انګیزه واخلئ
د علي بابا ګروپ مشر جک ما وايي، یو څه باید د الهام او انګیزې اخیستلو لپاره ومومئ، کتابونه، فلمونه او د سترو خلکو خبرې. نوموړی وايي خپله یې ډیرې انګیزې د فلمونو له لیدلو تر لاسه کړي. د جک ما په وینا کله یې چې د ( ساتونکي) په نوم انګلیسي فلم وکوت په هغې کې یوې نجلۍ ډیره د زړه له تله سندره ویله، دا دده لپاره د ښې وینا کولو انګیزه شوه او پر دې باوري شو چې که له زړه خبرې وکړې همدا ښه وینا ده.

۵- متمرکز واوسئ
د جک ما په وینا د کاروبار پر مهال ماته ډیرې نوې نظریې راځي او زه باید د کاروبار نوې نظریې وګورم ویې ارزوم ځکه زه د یو لوی شرکت مشر یم. خو د نویو نظریو د ارزولو سربیره، زه هڅه کوم پر هغه شیانو چې زما د بریالیتوب لپاره ضرور دي متمرکز و اوسم او په دې عصر کې چې معلومات هر خوا الوزي، خپل تمرکز له لاسه نه ورکوم.
۶- مشتریانو او کارکونکو ته ارزښت ورکړئ
جک ما وايي، دده د شرکت یو اصل دادی چې پیرودنکي ( مشتریان) تر هرڅه لومړیتوب لري او په لومړي قدم کې د هغوی زړه ساتلو ته پام کول پکار دي. ځکه دا هغه څوک دي چې زموږ ټوله ګټه له دوی ده. دویم قدم کې راته د خپل شرکت زرګونه کارکونکي مهم دي او هڅه کوم چې په شرکت کې له کار کولو راضي و اوسي. د جک ما په وینا د شرکت شریکان او سهم لرونکي ورته درییم او ورستی ځای لري چې ډیر یې زړه ساتل مهم نه دي ځکه هر مهال چې ګټه یې نه وي خپل اسهام وباسي.
۷- شکایت مه کوئ، کاري فرصتونو ته وګورئ
جک ما وايي، زه له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو شکایتونه اورم چې وايي، کاري فرصتونه نه شته. خو خبره داده چې ځینې خلک شکایت کوي او ځینې له شتو فرصتونو د ځان او نورو لپاره ګټه اخلي. د نوموړي په وینا کاري فرصتونه هیڅکله پای نه لري. جک ما زیاتوي ښايي سل کاله مخکې هم ځینې داسې کسان وو چې ویل یې ټول کارونه خلکو نیولې دي، ماته هیڅ نه دي پاتې. خو د جک ما په وینا دا شکایت د ناکامۍ خواته مستقیمه لاره ده، ځکه څو چې انساني ژوند پر مځکه دوام ولري، کاري فرصتونه پای نه لري، هر وخت یو څه نوي شته چې ته یې باید وکړي، خو دا چې دا نوي څه به څه وي، دا ستا کار دی چې پیدا یې کړې.
۸- خپل ارمان او خوب ژوندی وساتۍ
کله چې یو ځای او یا یو هدف ته د رسیدو هیله او ارمان لرئ، دا ډیره مهمه ده چې دا هیله او ارمان تازه او ژوندې وساتۍ. نوموړې وايي باور ولرئ چې ستاسو خوب به یوه ورځ په حقیقت بدل شي خو په دې هیله چې هیله او ارمان ورته تازه وساتئ او خپل خوب ته د رسیدو په لار کې ستونزې او خنډونه مو نهیلي نه کړي.