د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ناټو او امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.
جو بايډن د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده.
د هغه په وینا ټولو لورو ټینګار کړی چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز به له افغان ځواکونو هم ددوی ملاتړ دوامداره وي.
بایډن ویلي ټول غړي هېوادونه ټینګار کوي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
بلخوا امریکايي نظامي چارواکي وایي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي.
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي.
نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت به بریدونه کېږي چې امریکا او د امریکا پر متحدینو په افغانستان کې برید وشي او یا دوی ته ګواښ متوجه وي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي نور د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي او شته خطرونه له منځه یوسي.