جنید خان: هیله ده زما پر وړاندې د شوې بې عدالتۍ پوښتنه وشي.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه:بهار سمسور
د ۲۰۱۹ کال وړاندې پاکستان کریکټ ملي لوبډله د انګلستان په دوره وه او په نړیوال جام کې له ټولو ګډونوالو لوبډلو مخکې دې هېواد ته رسیدلې وه،چې دلته یې تر نورو زیات تمرین وکړ،هم یې زیات وخت تېر کړ او دلته یې له اب و هوا سره ښه ځان عیار کړ،اما برخلیک یې څه داسې و،چې تر نیمه پای لوبو مخکې له ګروپ سټېجه نېغه اسلام اباد ته رخصت کړل شوه.
چپ لاسی چټک توپ اچونکی جنيد خان نړیوال جام پاکستانۍ لوبډله کې شامل نه کړل شو او پر ځای یې بل چپ لاسی توپ اچونکی وهاب ریاض انګلېنډ ته ولیږل شو.
د پي سي بي پاکستان کریکټ بورډ تر دې پرېکړې وروسته جنيد خان پر خپل ټوېټر اکونټ یو تصویر خپور کړ،چې په خوله یې توره پرده لږیدلې او د نا هیلۍ ډکې جملې یې ورسره لیکلې وې.
fb img 1565968130153257246452707823832 جنید خان: هیله ده زما پر وړاندې د شوې بې عدالتۍ پوښتنه وشي.
د نوموړي له دې پوسټ وروسته مینوالو ترې غوښتنه وکړه،څو دا تصویر بېرته ډیلېټ کړي،د مینوالو په خبره یې چې دا د هېواد په خېر نه ده.
اوس دې چپ لاسي چټک توپ اچونکي په یوه ځانګړې مرکه کې ،خپل د حق غوښتنه کړې او وایي؛باید د دې پوښتنه وشي،چې ولې نړیوال جام ته انتخاب نه شو او وجهه یې څه وه؟”زه زیات خواشینی او په ستونزه کې وم،خو له بورډ څخه هیڅوک له ما سره په تماس کې نه شول.مینوالو ماته وویل، چې دا پوسټ کړی تصویر لري کړم،دا زموږ د هېواد لپاره ښه خبره نه ده.زه به د خپل هېواد ضد هیڅ کار ونه کړم.”
375756 5026912 updates183244904947990981371 جنید خان: هیله ده زما پر وړاندې د شوې بې عدالتۍ پوښتنه وشي.
جنید خان د پاکستان لپاره ۷۶ یو ورځینۍ لوبې تر سره کړي دي او غواړي په دې فارمټ کې نور هم ولوبیږي.
دی زیاتوي:
“زه غواړم ښه کریکټ وکړم،اوس چې محمد وسیم د لوبډلې مدیر ټاکل شوی،زه غواړم زما په حق کې عدالت وغواړي او زه یو ځل بیا د پاکستان په نوم ولوبېږم.ما په انګلستان کې د خپل هېواد لپاره بیخي ښې لوبې تر سره کړي دي،خو که بیا هم زما پر ځای بل څوک انتخابیږي دا زما لپاره یوه ستونزه ده.”
20190816 1936035964993143347613268 جنید خان: هیله ده زما پر وړاندې د شوې بې عدالتۍ پوښتنه وشي.
نوموړی ښکاره وایي؛زه د پاکستان لپاره لوبېږم،پښتون یم خو باید داسې کار ونه شي،چې د یو فرد لپاره له زغمه وتې خبره وي.نوموړی زیاتوي،چې خلک پر دې ښه پوهیږي، چې ما د لوبو په ګټلو کې مهم رول لوبولی او سل فیصده مثبت ثابت شوی یم.
زه به لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړم،څو خپل ځای په بشپړ ډول تر لاسه کړم.